1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اساسي قانون محکمې د يوه افغان پناه غوښتونکي اخراج ځنډولی

۱۳۹۵ اسفند ۱۲, پنجشنبه

د جرمني د اساسي قانون محکمې د يوه افغان پناه غوښتونکي چي په ۲۰۰۳م کال کي جرمني ته راغلی دی، اخراج وځنډاوه. پتېيل شوې ده چي د دغه افغان طبي اسناد به هم دقيق وڅېړل شي.

https://p.dw.com/p/2YXPL
Bundesverfassungsgericht in Karlsruhe
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د دغي محکمې د پريکړي له مخې چې نن پنجشنه په کارلسروهه ښار کې  اعلان شوه، لومړی بايد د دغه افغان شکايت د اساسي قانون په محکمه کې په ژوره توګه وڅېړل شي.

د محکمې د حکم له مخي د دې افغان مهاجر ژر ايستل د اغېزمن قانوني ملاتړ په برخه کې د هغه حق نقض کوي. د دې محکمی قاضیانو ټينګار کړی دی چې دغه سړی نه شی کولای چې خپل د رد کېدني بهير له افغانستان څخه وڅاري.

دغه راز ويل شوي دي چي که ثابته شي چې د دغه پناه غوښتونکي اخراج قانوني دی نو په هغه صورت کې به دی خپل هيواد ته وليږدول شي.

دغه افغان ويلي دي چې د تیر مهال د مجاهدينو د يوه جنګیالي په توګه افغانستان ته د بيرته ستنېدو په صورت کې به د طالبانو چې يو ځلي بيا يې ځواک پيدا کړی د نخښي ښکار شي. سربيره پردې هغه داسي طبي اسناد وړاندي کړي دي چې د هغه د جسمي او رواني ناروغيو ښکارندويي کوي.

د کارلسروهه ابتداي محکمي برعکس هغه تورن کړی چې د خپلو شخصي ګټو له پاره يې ځان په درواغو ناروغه ښودلی دی. تر دغه حکم وروسته هغه کابل ته تللی وو، خو ډير ژر بايد آلمان ته بیرته راوستل شوی وای، ځکه د افغان چارواکو هغه د ورپيښو ناروغيو له کبله قبول نه کړ.

تر هغه دمخه دی په آلمان کې د ناقانونه اوسېدني او جعلي اسنادو له کبله په شپږو مياشتو بند محکوم شوی وو.

له هغه وروسته چي د دغه افغان شکايت يوې کليسايي ټولني «دياکوني» د اساسي قانون محکمې ته وړاندي شو موجه وگڼل شو. په پام کې ده چې د هغه طبي اسناد به په ژوره توګه وڅېړل شي او دغه راز به په وروستۍ پرېکړه کي د «افغانستان امنيتي حالت» چې په دې وروستيو کې ډير بدل شوی هم په نظر کې نيول کیږي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: