1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه بن لادن د موټروان په وړاندې محاکمه شروع کېږي

۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۱, جمعه

د القاعدې د ډلې د مشر د پخواني موټروان او ساتونکي سليم احمد حمدان په وړاندې په گوانتانامو کې تر پنځ نيم کاله محبس څخه وروسته قضا شروع کېږي. د امريکې د دفاع وزارت په ده باندې د توطيې او له تروريزم څخه د ملاتړ تورونه لگوي.

https://p.dw.com/p/DKER
ايتلافي ځواکونو د القاعدې مشر اسامه بن لادن تر اوسه نه دی موندلی
ايتلافي ځواکونو د القاعدې مشر اسامه بن لادن تر اوسه نه دی موندلیانځور: AP
خو د پېنتاگون په وينا نوموړي ته د اعدام د سزا گواښ نه دی متوجه. حمدان په کيوبا کې د امريکايانو په گوانتانامو نومي کيمپ کې بندي دی او د ده په وړاندې نظامي محکمه د جولای په مياشت کې پيليږي. دغه ډول نظامي محکمې په نړۍ کې ناندريزې بلل کېږي.