1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه بن لادن مړینه د کابل د چاپي رسنیو توده موضوع گرځېدلې ده

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۳, سه‌شنبه

د اسامه بن لادن د مړینې خبر د کابل چاپ د نن ورځي د ورځپانو غټ ټکي جوړوي. د کابل د تقريبا ټولو ورځپانو په لومړي مخ کې د اسامه بن لادن انځورونه تر سترګو کیږي.

https://p.dw.com/p/117yz
انځور: DW

د افغانستان ټایمز په نامه په انګریزي ژبه د خپریدونکې اخبار په لومړۍ پاڼه د اسامه بن لادن رنګین انځور چاپ سوی. نوموړي ورځپاڼې بن لادن د نړۍ امنیت ته یو ستر ګواښ اروزلی چې پر وینا یې په مړینې سره به یې تر یوه حده نړۍ امن سي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې تر دې عنوان لاندي چې د اسامه بن لادن مړینه او د هغه د مرګ اغیزې، یو مطلب خپور کړی. ورځپاڼه د بن لادن د وژنې په عملیاتو کې د پاکستاني پوځیانو د نه ګډون مسلې ته اشاره کوي او وایې، د پاکستان دولت غواړي د بن لادن په مړینه کې خپل لاس درلودل پټ وساتي ځکه په دې پوهیږي چې که د هغه په مرګ کې خپله همکاري بربنډه کړي دا به د دغه ملک امنیتي حالاتو باندی ناوړه اغیزي ولري.

ورځپانه لیکي د اسامه مرګ چې پاکستان یې له کلونو کلونو راهیسي په ځای ځايګي خبر وو د امریکا د ولسمشر یو نمایشي حرکت ته ورته دی. هغه په دې مانا چې اوبهاما غواړي له دغه قتل څخه د خپل انتخاباتي را روان کمپاین لپاره د یوې حربې په توګه کار واخلي.

د ارادې لیکوال افغانستان هغه ګودال ته ورته بولي چې پر وینا یې امریکایی سرتیري دي د اسامه بن لادن له وژنې وروسته ترینه په آبرومانده توګه ځانونه وباسي.

همدا راز د چراغ په نامه یوې بلي ورځپاڼي هم د بن لادن د مړینې مسله را اخیستي ده. ورځپاڼې لیکونکي په زیږه خط لیکلي چې بن لادن ولاړ خو د هغه زشته قاعده پاتې ده.
چراغ لیکي چې د بن لادن په مړینې باندي د بنسټ پالني پر ضد روانه جګړه پای ته نه رسیږي بلکې جګړه اوس خپل حساس پړاو ته ننوته.

ورځپاڼه په افغان امنیتي ځواکونو غږ کوي چې د القاعدې د غچ اخیستونکو بریدونه دمخه د تیارسي په حال کې وي ځکه چې اوس د ورځپاڼه په باور د القاعدې ډلي د لارویانو جهاد لا زور اخلي.

د چراغ ورځپاڼې شاوخوا ټول څلور مخه همدی مسلې ته ځانګړي سوي او په یو بل مطلب کې د بن لادن مړینه په افغانستان کې د امریکایی سرتیرو د حضور د دوام پلمې ته د پای ټکی ارزوي.

له کابل څخه په پښتو ژبه خپریدونکې بلي ورځپاڼي سرنوشت، هم د القاعدې د تنظیم د سربرا په باب شننې او تبصري خپري کړي.

ورځپاڼي ، د اسامه وژل کیدو ثابته کړه چې افغانستان تل په حقه وو ، تر عنوان لاندي یوه لیکنه خپره کړي او پکې تر ډیره بریده د افغان دولت هغه تورونه پر ځای بلل سوي چې تل یې ویلي د ترهګرو ځالي، پټن ځایونه او د روزنې هډې د افغانستان له پولو هغې خوا ته موقیعت لري.

د سرنوشت لیکوال په دغه لیکنه له یوه سره د افغان دولت د خبرو پلوي کوي.

د ای اس ای سره د معاملې پای د سرنوشت ورځپآڼی د سرمقالې سرلیک جوړوي.

سر مقاله لیکوال لیکي، دا پوښتنه هماغسي په قوت پاتي ده چې امریکایی ځواکونه په تیرو لسو کلونو کې په قصدې او شعوري ډول نه غوښتل چې اسامه بن لادن له مینځه یوسي.

سرنوشت لیکي د بن لادن وژنه د پاکستان یوه نوي لوبه ده او هغه په دې مانا چې د پاکستان دا لوبه ډير وخت وچلیده خو چې کله پوه شول چې نور د دې لوبې وخت تیر دی او کار نه ورکوي داسي یې پای ته ورسوله چې بیا یې هم په کې د پاکستان لپآره پراخ امتیازات تر لاسه کړل.

ورځپآڼي همدا راز د بن لادن د مړینې په اړه د ولسمشر کرزي، اروپایې ټولني، ملګرو ملتونو، د افغانستان د ملي شورا او عامو افغانانو نظرونه هم خپاره کړي دي.

په پای کې د هشت صبح په نامه یوې بلي غیر حکومتي ورځپاڼي په خپل لومړي مخ کې د بن لادن د ژوند انځور خپور کړی چې عربي جامې یې پر تن او سپينه بګړۍ یې تړلي ده .

هشت صبح لیکي چې بلاخره بن لادن له یوې لسیزې تعقیب او تیښتې وروسته په پاکستان کې ووژل سو.

دغې ورځپآڼي د بن لادن د مړینې په اړه د اوبهاما د وینا دری متن هم خپور کړی او په یوه بل مطلب کې لیکي چې د بن لادن مړی د اوبو په تل کې د اسلامي اصولو مطابق خښ کړای سو.

د هشت صبح ورځپآڼي ته چې ګورو تقریبا ټولي پاڼې یې د بن لادن له ژوند څخه نیولي بیا تر زدکړو، کورنۍ، شخصي کرکټر او مرګ پوري تړلي موضوعاتو باندي ډکي دي.

دا وو د کابل د نن چاپ د یو شمیر چاپي خپرونو غټ ټکي چې تر ډيره بریده یې د القاعدې د شبکې د مشر اسامه بن لادن د مړینې پر موضوع لیکني کړي وې.

ميرويس جلالزی / کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی