1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه له مرګ وروسته د واشنګتن او اسلام آباد اړيکی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۶, جمعه

د امريکا د کانګرس مشرانو پرون د پاکستان سره د مرستو د جاري ساتلو اعلان وکړ. که څه هم په پاکستان کي د اسامه بن لادن د څو کلونو راهيسي هستوګڼي ټول په غصه کړي وو. هغوي وايي: پاکستان د امريکا ستراتيژيکي ګټولپاره اهميت لري

https://p.dw.com/p/11Ahj
د متحده ایالاتو کانګرس
د متحده ایالاتو کانګرسانځور: picture-alliance/dpa

د متحده ایالاتو قانون جوړونکو د پاکستان دوه مخي سياست غندلي او د ا پوښتنه يي عنوان کړي چي د امريکا د د ملياردونو ډالرو مرستو سره سره بن لادن په پاکستان کي د يوي پوځي چاوڼي تر څنګ په يوه خوندي کور کي وموندل شو.

خو د امريکا د متحده ايالاتو وتلي سياستمدار او د سنا مشر John Boehner وايي چي پاکستان او امريکا دي ته ضرورت لري چي خپلي همکاري جاري وساتي. هغه خبريالانو ته وويل « دا د پاکستان څخه د لري کيدو وخت نه دي، دا د هغوي سره د لا ډير ښکيل کيدو وخت دي» هغه زياته کړه « په صداقت، زه په دي باور يم چي د پاکستان سره دي مرستي جاري وساتلي شي.»

د 2011 م کال د سپتمبر د 11 د پيښو څخه وروسته چي کله پاکستان په رسمي توګه په افغانستان کي د طالبانو دمرستي څخه لاس په سر شو او د تروریزم ضد جګړه کی له امريکا د متحده ايالاتو سره یو ځای شو، واشنګتن تر اوسه پاکستان ته 18 مليارده ډالر د مرستي په توګه ورکړي دي.

خو ددغه پيسو زياتره برخه پوځ ته تللي دی. په 2009 م کال کانګرس د يو پنځه کلن پلان په ترڅ کي د 5.7ملياردو ډالرو د مرستي اعلان کړي وو تر څو د پاکستان کمزوري ملکي حکومت د ښونځیو، سؤکونو او دولتي تأسيساتو په جوړولو سره پياوړي کړي.

John Kerry او Richard Lugar څوک چي د دغه تړون د ليکونکو څخه وو د پاکستان له خوا د بن لادن په ممکنه پټ ساتنه خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه خو ويي ويل چه په ده اړه لا بايد څيړنو ته انتظار وشي.

Kerry څوک چي د اوباما د نږدي متحدينو او د سنا د بهرنيو چارو د اړيکو د کميټي مشر دي وايي:« په څرګند ډول به، د دنيا تر ټولو مطلوبه کس ته د پناه ورکولو په اړه هيڅ کومه بښنه ونه منل شي، خو دا بايد په ډير دقت او احتياط وڅيړل شي چي حقيقت څه شي دي.»

هغه زياته کړه « د دي خبره څخه انکار نه شي کيداي چي زمونږ د امنيتي هدفونو د تعقيبولو لپاره د پاکستان سره اړيکي اړيني دي.»

د سنا د بهرنیو چارو د کميټي بل وتلي غړي Lugar بيا وايي چي کمزوري اړيکي به د امريکا د استخباراتي شبکو عمليات د خطر سره مخامخ کړي، او د پاکستان او هندوستان د ښه اړيکو د نفوذ مخه به ډب کړي. هغه زياته کړه: « د پاکستان څخه زمونږ لري کيدل به د ناپوهي په معني وي او دا به ډير خطرناکه وي.»

تر وړاندي قانون پوهانوپه امريکا کي په دي بحث کاوه چي آيا پاکستان ته د ملياردونو ډالرو مرستو د ورکولو شرايط نور هم سخت کړي او يا دا چي د اسلام آباد ته څيرمه ښارګوټي کي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته د اسلام آباد سره خپلي دغه اړيکي پري کړي.

د ځيني قانون جوړونکو په نظر اسلام آباد ته څيرمه د امريکايي پوځونو لخوا د بن لادن تر وژل کيدو وروسته دغه مرستي بايد ودرول شي، خو د ځينو په آند د تروريزم پر ضد جګړه کي واشنګټن د اسلام آباد ملګرتيا ته ضرورت لري.

د امريکا د سنا د يموکراتانو مشر Harry Reid ويلي وو چي دا اوني پاکستان خپلي پولي ته څيرمه د ترهګرو خلاف جګړه کي خپل ډير سرتيري د لاسه ورکړي دي، هغه وړانديز کړي وو چي ددي پر ځاي چي پر پاکستان دغه مرستي بندي شي بايد دغه مرستي دي د امريکا لخوا په لا ښه ډول وڅارلي شي.

د امريکا متحده آيالاتو کلونه کلونه پاکستان تر دي فشار لاندي ساتلي وو چي د افغانستان پولي ته څيرمه په پاکستان کي دي د جنګيالو پټ ځايونه له منځه يوسي. خو په دي اړه ځيني داسي انديښني هم موجودي دي چي د پاکستان د پوځ او افغان طالبانو تر منځ د اوږدي مودي راهيسي اړيکي هم شتون لري.

اژانسونه/سيد رياض

کتونکي/ عبدالباري