1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه پيدا سوی تليفون پټ رازونه بربنډوي

۱۳۹۰ تیر ۳, جمعه

نيويارک ټايمز د يوجګپوړي امريکايي چارواکي په حواله ليکلي چي د اسامه بن لادن په کور کي چي کوم ګرځنده تليفون موندل سوی، په هغي کي ثبت سوي شمېرې د بن لادن او پاکستان د سخت دريزه اسلام پالي ډلي، حرکت المجاهدين، اړيکي ثابتوي.

https://p.dw.com/p/11ibZ
انځور: AP

د حرکت المجاهدين ډله له پاکستان څخه خپل فعاليتونه کوي او د امريکا د متحده ايالاتو له خوا «د تروريستي» ډلي په نوم پيژندل سوې ده.

نيويارک ټايمز په خپل رپورت کي ليکلي چي امريکايي ځواکونو په ايبټ آباد کي د اسامه بن لادن د کور څخه يو ګرځنده تليفون ترلاسه کړی وو، چي په دغه کي ثبت سوې شمېرې، د اسامه او حرکت المجاهدين تر منځ اړيکي په ګوته کوي.

د امريکايي چارواکو په اند د حرکت المجاهدين ډلي سره د پاکستان استخباراتي شبکه ISI اړيکي لري خو د امريکا د متحده ايالاتو څارګري ادارې CIA لا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د پاکستان دولت او د دغه هيواد استخباراتي شبکه د اسامه بن لادن سره هر رنګه اړيکي ردوي. د القاعدې ترهګري شبکې مشر، اسامه بن لادن، پلازميني اسلام آباد ته څيرمه د يوې پوځي چوڼۍ ترڅنګ د امريکايي ځانګړو پوځيانو له خوا ووژل سو.

نيويارک ټايمز په خپل راپور کي د يو امريکايي چارواکي په خبره ليکلي چي ځيني امريکايي څيړونکي دې نتيجي ته رسيدلي چي د حرکت المجاهدين قوماندانانو د ISI ځينو چارواکو سره اړيکي ټينګي کړي وي، خو دا د دې په معني نه ده چي ګواکي ISI دي د اسامه بن لادن په پټ ساتلو کي مرسته کوله.

د دغه راپور په حواله دا ممکنه ده چي د حرکت المجاهدين ډله، په پاکستان کي د بن لادن د پټ ساتلو مسؤله شبکه وه.

د دفاعي چارو يو څيړنيز ګروپ وايي چي دغه ډله د هند پر امنيتي تاسيساتو په بريد کولو تورنه، او د پاکستان په ولکه کشميرسيمه کي فعاله ده. نيويارک ټايمز وايي چي دغه ډله په کلونو کلونو د ISI سره پټي اړيکي لرلي.

که څه هم د پاکستان او متحده ايالاتو اړيکي ډير وار خړي پړي سوي، خو د دواړو هيوادونو اړيکي وروسته له هغه تر بل هر وخت ډيري ترنګلې سوې، چي امريکايي سرتيرو د پاکستان په زړه کي د القاعدي مشر، اسامه بن لادن، وواژه.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل