1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استانبول د غونډي مهمه موضوع، افغانستان دی

۱۳۹۰ آبان ۹, دوشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د هغو هڅو پر ضد خبرداری ورکړی، چي موخه يې د افغانستان بي ثباته کول دي. دا خبره د متحده دايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن د استانبول د سيمه ييز کنفرانس تر جوړيدو د مخه کړې

https://p.dw.com/p/132Ne
د استانبول د سيمه ييز کنفرانس گډونکوونکي
د استانبول د سيمه ييز کنفرانس گډونکوونکيانځور: AP

دغه غونډه چي د ۲۰۱۱م کال د نومبر پر دوهمه د ترکيې په استانبول ښار کي جوړيږي هيلري کلنټن او حنا رباني کهر به د هغه ۲۰هيوادونو د لوړپوړو چارواکو څخه وي چه په دغه غونډ کي ګډون کوي.

د استانبول په غونډه کي په پام کي نيول سوې، چي د ۲۰۱۴م کال وروسته د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکي په اړه خبري وسي.

دا پداسي حال کي چي د ناټو په مشري د ايتلافي ځواکونو ځينو هيوادونو د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو په را ايستلو لاس پيل کړی دی.

هيلري کلنټن غواړي، چي په ځانگړې توگه د وريښمو لار د پروژې د غوړيدو هڅي وکړي، چي د افغانستان او پاکستان د اقتصاد او د اوږدې مودې ثبات له پاره خورا مهم ګڼل کيږي.

په ۲۰۰۱م کال د طالبانو د رژيم تر نسکوريدو وروسته په تيره لسيزه کي د افغانستان سره د ميلياردونو ډالرو مرستو سره سره، دغه هيواد اوس هم په نړۍ کي د غريبو هيوادونو په جمله کي شمېرل کيږي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو پر اساس د افغانستان د ۳۰ميليونو نيم نفوس اوس هم د بېوزلۍ تر کچه لا کښته ژوند کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن تيره اونۍ ويلي ول، چي د امريکا متحده ايالات د افغان حکومت سره پر دې کار کوي چي له خپلو ټولو ګاونډي هيوادونو څخه ژمني تر لاسه کړي، چي هغوی د افغانستان خپلواکمني او ددغه هيواد د خاوري بشپړتيا ته احترام وکړي او د سولي د پروسي سره مرسته وکړي.

په پام کي ده چي د استانبول د غونډي تر مخه به د افغانستان، پاکستان او ترکيې تر منځ يوه درې اړخيزه غونډه هم تر سره سي. په دغه غونډه کي ولسمشر حامد کرزی، آصف علي زرداري او عبدالله ګل ګډون کوي.

د ترکيې د بهرنيو چارو د وزارت په وينا دغه غونډه په خاصه توګه ددي له پاره جوړه سوې، چي د افغانستان او پاکستان تر منځ په همکاريو او خبرو اترو کي پرمختګ وسي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل