1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د استخباراتي معلوماتو نه شریکول ښايي د بګرام د برید لامل وي

۱۳۹۵ آذر ۴, پنجشنبه

چارواکو ویلي دي چې په کابل کې د ناټو په یوه اډه کې د نومبر میاشتې پر ۱۲مه نیټه د قاري نایب له خوا تر برید یو کال مخکې افغان استخباراتي سازمان امریکایي پوخ ته خبرداری ورکړی وو چې یو افغان کارکوونکی یې د برید پلان لري.

https://p.dw.com/p/2T9Ij
Parwan Detention Center in Bagram, Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

افغان چارواکو همداراز ویلی دي چې په وار وار یې له غربي ځواکونو غوښتي دي چې په بګرام هوایي اډه کې د خپلو افغان کارکوونکو په اړه له دوی سره معلومات شریک کړي. چارواکو زیاته کړې ده چې دې موضوع د «کارکوونکو تر منځ د شکمنو کسانو» له موندلو سره مرسته کولای شوای، خو روښانه کړې یې ده چې غوښتنه یې د بهرنیانو له خوا تل رد شوې وه.

د ناټو ویاند کپتان ویلیم سالوین، ویلي دي چې د دې سازمان ځواکونو په «دوامداره توګه له افغان امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ټولو برخو کې کار کوي چې په د معلوماتو شریکول په کې هم شامل دي.» هغه زیاته کړه: «موږ له خپلو افغان همکارانو سره هره ورځ ډیرې نزدې اړیکې ساتو، خو د عملیاتو د امنیت له پاره نه شو کولای چې د شریک شویو معلوماتو په اړه جزئیاتو ته ولاړ شو.»

خو افغان چارواکي بیا روښانوي چې امریکايي متحدین یې یوازې اوس نزدې کار کوي. د پروان ولایت ویاند وحید صدیقي، وویل: «تر دې برید وروسته، امریکایي ځواکونو موافقه کړې ده چې د خپلو افغان کارمندانو په اړه معلومات له موږ سره شریک کړي.»

د بګرام تر برید وروسته، روښانه شوه چې بریدګر نجیب نومیده او پخوا د طالبانو غړی وو چې د حکومت په یوه پرګرام کې تر ښکیلبدو وروسته له دې ډلې بیل شوی وو او د قاري عنایت، مستعار نوم له سره یې د ناټو په دغه اډه کې کار کوه.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده که چیرې امریکایانو له خپلو افغان متحدینو سره معلومات شریک کړي وای نو ایا د بګرام هوایي اډې د نومبر د ۱۲مې نیټې برید مخه به نیول شوې وی، که نه. په دې برید کې دوه امریکایي سرتیري او دوه قراردادیان ووژل شول. په عین حال کې برید ۱۵ تنه نور کسان ټپیان هم کړل.

دغې پیښې په دې اړه چې امریکایي ځواکونه خپل ځايي افغان همکاران له څه ډول امنیتي ارزونو څخه تیروي، پوښتنې راولاړې کړې دي. پر دې سربیره د هغو پروګرامونو په اړه هم پوښتنې راولاړې شوې دي چې هدف یې په ټولنه کې د طالبانو او نورو یاغي ډلو بیا ادغام دی.

د بګرام تر برید وروسته، ډیرو کمو افغان کارکوونکو ته اجازه ورکول کیږي چې د بګرام اډې ته ننوځي. د دې سیمې پولیس وایي چې د بګرام اډې د ۳۰۰۰ ځايي کارکوونکو له ډلې څخه ښايي یوازې ۲۰۰ تنه یې تر برید وروسته کار ته ستانه شوي وي.

د طالبانو د بیا ادغام پروګرامونه

د نومبر د ۱۲مې نیټې تر برید مخکې، نایب ته د یوې کامیابې تجربې په سترګه کتل کیدل. هغه داسې یو یاغي وو چې په ټولنه کې د بیا شاملیدو پروګرامونو له لارې یې د بهرنیانو په اډې کې کار پیل کړی وو. صدیقي وویل: «هغه د طالبانو پخوانی غړی وو او د اوږدې مودې له پاره یې په اډه کې کار کوه. د هغوی اعتماد یې ترلاسه کړ او بیا یې دغه برید وکړ.»

د رویتر خبری آژانس د نایب د کورنۍ د غړو په حواله لیکلي دي چې په ۲۰۱۲ کال کې نایب په بګرام کمپ کې د کوریایانو د مسکلي زده کړو په یوه نهه میاشتني پروګرام کې ګډون وکړ. هغه په دې موده کې انګلیسي، کمپیوتر او د موټر ترمیم زده کړ. د مسلکي زده کړو د ډیرو نورو زده کوونکو په څیر نایب ته ژر په کمپ کې د کار وړاندیز وشو. د ګوتو د نښانونو د اخیستلو په شمول له امنیتي ارزونو څخه تر تیریدو وروسته، نایب د «فلور کارپ» شرکت له پاره د مستري په توګه کار پیل کړ.

فلور کارپ شرکت بیا ویلي دي چې د هغوی یو قراردادي دغه کس په کار ګومارلی وو ځکه دغه شرکت په بګرام کې په مستقیم ډول افغانان نه ګوماري.

نایب چې د ۲۵ کلونو په شاوخوا کې عمر یې لري د شپې له خوا کار کاوه او په میاشت کې به یې ۳۰۰۰۰ افغانۍ ګټلې. د نایب مور ګلالۍ وایي چې زوی یې د نومبر پر ۱۱مه نیټه کار ته ولاړ او په ۱۲مه نیټه یې له بګرام څخه د چاودني غږ واورید.

اوس ناټو په دې اړه څیړنې کوي چې نایب څرنګه له تلاشیو څخه د امنیتي موادو په تیرولو توانیدلی دی. افغان پولیسو هم د پیښې په تړاو د نایب ورور او پلار نیولي دي.

افغان طالبانو د بګرام د برید پړه منلې ده او ویلي یې دي چې هغه یې له څلورو میاشتو راهیسې پلانوه. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې نایب ولې یو ځل بیا له طالبانو سره یوځای شوی او یا دا چې ایا هغه کله هم له دې ډلې بیل شوی نه وو.