1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استراليا ددفاع وزير الوتکه تر راکټي بريد لاندي راغلې وه

۱۳۹۱ فروردین ۲۴, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14cMA

فرانس پريس خبري آژانس خبر ورکړی دئ، چي د استراليا ددفاع وزير پر الوتکه باندي د کندهار په هوايي ډگر کي د راکښته کېدو پرمهال راکټي بريد سوی دئ. خو الوتکي ته زيان نه دئ رسېدلی. ستيفن سميت افغانستان ته سفر کړی دئ، چي له هغه هيواد څخه په ۲۰۱۴ کال کي د خپلو عسکرو د را ايستلو په اړه خبري وکړي. د استرالیا د „نيوز ليميتد“ ورځپاڼه کاږي چي د „ هرکوليس سي ۱۳۰“ ډوله الوتکي رادار داسي يو راکټ کشف کړی چي د الوتکي پر لور توغول سوی وو. ويل کيږي چي دغه راکټ په يو بل ځای کي لگېدلی دئ. د استراليا ددفاع وزير دغه خبر تائيد کړی دئ، چي الوتکي ئې د کښته کېدو پرمهال تر راکټي بريد لاندي راغلې وه.