1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استرالیا د کډوالو د ساتنې په کمپ کې اخ او ډب

دویچله ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

د رسمي منابعو د ویناوو له مخې د استرالیا د مانوس ټاپو د پاپوا نیو ګینا د کډوالو د ساتنې په کمپ کې د اخ او ډب په نتیجه کې لږ تر لږه یو پنا غوښتونکی وژل شوی او یو ګڼ شمیر نور بیا ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/1BAn2
انځور: picture-alliance/dpa

په تیرو اونیو کې په نوموړي کمپ کې په یو لړ احتجاجونو لاس پورې شوی دی. د استرالیا د کډوالو وزیر سکات موریسن، دا خبر تائید کړی دی چې په نوموړي کمپ کې د زور زیاتیو په پایله کې یو تن وژل شوی او لږ تر لږه ۷۷ نور ټپیان شوي دي. د حکومت مخالف ګوند د دغه کمپ د تړلو غوښتنه کړې ده.

موریسن وویل چې یو شمیر پناه غوښتونکي چې په نوموړي کمپ کې ساتل شوي ول، د دوشنبې د ورځې (د ۲۰۱۴م کال د فبرورۍ ۱۷مه) په ماښام یې هڅه وکړه چې د کمپ له ساحې څخه وتښتي. ویل کیږي چې له هغې وروسته له پنا غوښتونکو سره نښتې پیل شوې. زیاته شوې ده چې په دغه ترڅ کې یو تن د تیښتې په حال کې په سر وویشتل شو.

موریسن په یوې وینا کې وویل: «دا یوه غمیزه ده، خو دا یو ډیر خطرناک وضعیت وو چې ځینو کسانو هڅه وکړه چې له زور زیاتیو څخه په کار اخیستو سره احتجاج وکړي.» ویل شوي دي چې پناه غوښتونکو د پاپو نیو ګینا له پولیسو سره په نښتو لاس پورې کړ.

د دوشنبې د ماښام له اخ او ډب څخه یوه ورځ مخکې هم دې ته ورته پیښه رامنځ ته شوې وه. په دغه پیښه کې ۱۹ پناه غوښتونکي د تیښتې په حال کې ټپیان شول او اته تنه نور یې ونیول شول. پنا غوښتونکو له هغې وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې هغوی ته وویل شول چې یا به د مانوس د ټاپو چې د استرالیا د خاورې څخه بهر د پاسفیک په سمندرګي کې پروت د پاپوا نیو ګینا په ښار کې میشت کړای شي او یا به بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي.

پناه غوښتونکو ته ویل شوی ول چې استرالیا د هغوی پنا غوښتنه نه مني او بل دریم هیواد ته هم هغوی نه استول کیږي. مانوس د استرالیا د کډوالو د ساتنې له پاره د دو کمپونو څخه یو دی. په دغه کمپ کې ډیری هغه کډوال ساتل کیږي چې د اندونیزیا له لارې هڅه کوي ځانونه استرالیا ته ورسوي، خو د هغوی ډیری د پاسفیک په سمندرګي کې له خپلو بیړیو سره د استرالیا د سمندري ځواکونو له خوا نیول کیږي او نوموړي کمپ ته استول کیږي. دغسې یو بل کمپ د پاسفیک د ناورو په کوچني ټاپو کې جوړ شوی دی.

د استرالیا د صدراعظم ټوني ابوټ، حکومت د پنا غوښتونکو پر ضد د ډیر سخت دریځ او چلند له امله د خپل هیواد په دننه او بهر کې تر نیوکو لاندې نیول شوی دی. دغه حکومت هڅه کوي چې پناه غوښتونکي د استرالیا خاوری ته داخل نه شي.

د استرالیا زرغون ګوند او دغه راز د بشري حقونو ډلو پر نوموړی حکومت غږ کړی دی چې په خپل دغه سیاست کې بدلون راولي او د استرالیا له خاروې څخه بهر د کډوالو نوموړي کمپونه وتړي.

تیره میاشت د استرالیا د کرېسمس د ټاپو په کمپ کې پنا غوښتونکو د دغه کمپ د شرایطو پر ضد د احتجاج په توګه خپلې شونډې گنډلې وې.