1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استنبول د چاودنې د قربانيانو شمېر ۵ ته جګ شو

۱۳۹۴ اسفند ۲۹, شنبه

په استنبول کې یوې چاودنې پنځه کسان وژلي او لږ تر لږه ۳۶ تنه نور یې ټپیان کړي دي. ځایي رسنیو ویلي دي چې چاودنه ښايي د یوه ځانمرګي برید له کبله رامنځ ته شوې وي.

https://p.dw.com/p/1IGHW
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

چاودنه د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۱۹مه نېټه) په «استقلال کدیسي» سیمه کې، چې د استنبول ښار یو لوی بازار بلل کیږي، په سیمه ییز وخت د ۱۱ بجو په شاوخوا کې رامنځ ته شوې ده.

د استنبول والي واسپ ساهین، ویلي دي چې چاودنې څلور کسان وژلي او شل تنه نور يې ټپیان کړي دي. د هغه په خبره د درو ټپي شویو کسانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی. خو د تازه رسېدلو خبرونو له مخي د وژل سوو کسانو شمېر ۵ او د ژوبل سوو کسانو شمېر لږ تر لږه ۳۶ دی. په دې ترڅ کي ويل سوي چي د ۷ ژوبل سوو کسانو روغتيايي وضعه د اندېښنې وړ ده.

په استنبول کې دویچه ویله خبریال ویلي دي چې پولیسو تر چاودنې لږ وروسته د پیښې سیمه بنده کړې ده. هغه زیاته کړې ده چې سیمې ته د پولیسو څرخي الوتکې هم رسیدلې دي.

د شنبې ورځې چاودنې تر هغه یوازې څو ساعته وروسته رامنځ ته شوه چې پولیسو په انقرې کې د یوې بلې چاودنې په تړاو چې ۳۷ کسان یې وژلي وو، پنځه کسان نیولي دي.

پولیسو ویلي دي چې د شنبې ورځې برید تر شا د کردانو د ګوند PKK یوه غړي لاس وو.