1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسد مخالفان غواړي له هغه سره خبري وکړي

۱۳۹۴ آذر ۲۰, جمعه

د سوريې د حکومت مخالفانو په رياض کي تر دوې ورځنۍ غونډي وروسته پتېيلې ده چي يوه متحده جبهه جوړه کاندي. دو دغه راز د يوې بيانيې په خپرولو سره اعلان کړی دئ چي ډېر ژر به له دولت سره د خبرو له پاره يوه ۱۵ کسيزه ډله وټاکي.

https://p.dw.com/p/1HLgG
انځور: picture alliance/dpa/Syrian Arab News Agency

د بشار الاسد رژيم بېلابېلي مخالفي ډلي د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په رياض کي سره راټولي سوي وې څو يوه گډه متحده جبهه جوړه کړي.

څه موده مخکي امريکا او څو نورو هيوادونو وړانديز کړی وو چي د يوې متحدي جبهې په جوړلوو او خبرو اترو له پيلولو سره به د سوريې بحران ختم سي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د راپور له مخي د سوريې د مخالفانو په نوې جبهه کي تر ډېره هغه ډلي چي تر دې دمخه يو پر بل باندي د اعتبار نه لرلو په خاطر همکارۍ ته حاضري نه وې اوس د جنگي ډلو په بغل کي درېدلي دي او يو ستر ائتلاف ئې جوړ کړی دئ.

دغه دوه ورځني غونډه چي د عربستان په کوربه توب جوړه سوې وه د سوريې اپوزيسيون تر سلو زياتو مشرانو پکښې گډون کړی وو او یو عالی کمېسيونه ئې جوړ کي څو له حکومت سره د خبرو څارنه به کوي.

دوی ټول د سوريې پر يووالي او يو غير پوځي حکومت جوړولو سره سلا سوي. دوی ولي چي بشار اسد او پلويان ئې بايد په لومړيو کي له واکه ليري سي. خو دا چي بشار اسد به دا ومني؟ تر اوسه لا روښانه نه ده.

د اسد رژيم د مخالفانو غونډه او په سوريه کي د ياغيانو او حکومت ځواکونو تر منځ اوربند په داسي حال کي کيږي چي په څو ورځو کي به په نيويارک کي د ځينو هيوادونو مشران سره راټوليږي، ترڅو د سوريې بحران د ختمولو په لارو چارو باندي سره وږغيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب