1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيلو او غزې ترمنځ د اوربند هڅي رواني دي

۱۳۹۱ آذر ۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16nFm

د اسرائيلو او غزې په کړکېچ کي د اوربند د رامنځ ته کولو هڅې تر اوسه لا نه دي بريالۍ سوي. د امريکا متحده ايالاتو او مصر له خوا د اوربند له پاره کوښښونه په داسي حال کي دوام لري، چي د تېره شپه له غزې تراډي څخه پر اسرائيلي خاوره باندي نزدې ۲۰۰ توغندی توغول سوي دي. اسرائيلي ټاکونو او توپچي قواوو هم په غزې تراډه کي نزدې سل ځايونه په نخښه کړي دي. په غزه کي د حماس وياند پر اسرائيلو باندي تور لگولی دی، چي په فلسطيني سيمه کي د خپلي لاسوهني پاليسۍ ته يې دوام ورکړی دی. اسرائيلو بيا د مصر پر مشرتابه تور لگولی دی چي د اوربند په هلوځلو کي د حماس پلوي کوي او په دې توگه يې هڅې بې جانبه نه دي. په عين حال کي د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنتن ويلي دي چي د منځني ختيځ د ستونزي له پاره د دوامداره حل اړتيا سته.