1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيلو تر څنگ د اردن سوري او مصر هيوادنو پرته د نژدې ختيځ د سولي خبري پر مخ نسي تلای

۱۳۸۹ خرداد ۳, دوشنبه

د جرمني د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله نژدې ختيځ ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د درو هيوادونو د مشرانو سره خبري اتري درلودې...

https://p.dw.com/p/NVbj
د سورې مشر بشرال اسد او د جرمني د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله
د سورې مشر بشرال اسد او د جرمني د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويلهانځور: AP

داردن دبهرنيو چارو وزير ناصر يوده د جرمني د بهرنيو چارو د وزير سره په گډ مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي دي، چي دنژدې ختيځ خلک د ډير وخت راهيسي دسولي انتظار باسي.

د المان د بهرنيو چارو وزير وستر ويلي، ويلي چي د نژدې ختيځ دسولي د هڅو په برخه کي اردن ډيرستر نقش لوبوي. وسترويلي د اردن د تعادل بخښونکي نقش څخه مننه وکړه.

نوموړی هيواد د15 کالو راهيسي د اسرائيلوسره سوله کړې ده.

وسترويلي زياته کړې ده: اسرائيل اوفلسطينيان اوس بيا، که څه هم په نا مخامخ ډول، خوخبري اتري سره کوي. موږ په دې کي د نظر يووالی درلودی، چي ددې نامخامخو خبرو اترو څخه بايد مخامخ خبري جوړي سي. په دې مانا چي موږ بايداوس دې ته شرايط برابر کړو چي مخامخ خبري وسي.

وستر ويلي، ويلي دي، چي هدف په سيمه کي په عادلانه توګه د دوو هيوادونو دمنځته راتلو حل لاره ده، ترڅو په ټوله سيمه کي ثبات را سي.

داسي بريښي چي د«عادلانه» کليمه ياډول پر اردنيانو باندي ډير ښه لګېدلی وي.ځکه چي ډير ددې څخه ډار لري، چي فلسطينيانو ته به په لويديز اردن کي بېکاره ځمکه ،چي د ژوندانه وړ نوي ورکړل سي.

اردنيان په دې وروستيو مياشتوکي د اسرائيلو لخوا پر خپل موقف باندي د دومره ټينګار له امله بېخي نا اميده ول. د اردن پاچا دوهم ملک عبدالله څه وخت په يو مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي ول،چي په دې وروستيو کي ددغه هيواد اړيکي د اسرائيلو سره ډيري خرابي دي.

دهغه هيواد دبهرنيو چارو وزير د يکشنبې په ورځ ديوې تاريخي روغي پر منځته راتلوباندي ټينګار کړی.

دا روغه به ټولوته ګټوره وي، فلسطينيان به په خپله خاوره کي يو خپلواک او د ژوندانه توان لرونکی دولت جوړ کړي. سوريه اولبنان به بيرته خپلي نيول سوي سيمي ترلاسه کړي.او د اسرائيلو به ځکه په ګټه وي، چي يوازي به موږ په سيمه کي نه، بلکي په رښتيا به ددې سيمي هيواد او يوه برخه وي، او ناببره به د نړۍ د57 عربي او اسلامي هيوادونو سره اړيکي ټينګي سي.

Kühntopp, Carsten/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل