1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيلو د کورونو جوړولو پر پلان اعتراضونه

۱۳۹۱ آذر ۲۹, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/175IK

د بيت المقدس په شمالي برخه کښي د اسرائيلو له خوا د۱۵۰۰پلان سوو کورونو جوړیدل د سختو اعتراضونو سبب ګرزیدلي دي. فلسطيني خبري آژانس «معان» رپوټ ورکړی دی چي د فلسطين د خپلواکمني ادارې رئيس محمود عباس غواړي دغه موضوع د ملګروملتو د امنيت شورا ته وړاندي کړي. اروپايي ټولني هم د يهودي ناقلينو له پاره د کورونو پرجوړولو باندي انتقاد کړی دی. له برکسل څخه ویل سوي دي چي د هغوی له پاره د کورونو جوړول د بين المللي حقوقو په چوکاټ کښي یو غير قانوني عمل دی او هغه د سولي د خبرو په مخکښي خنډ هم جوړوي. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت بیا د اسرائيلو او فلسطينیانو له یوطرفه اقداماتو سره خپل مخالفت ښوولی دی.