1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيلو پخوانی جمهور رئيس شيمون پيرس ومړ

۱۳۹۵ مهر ۷, چهارشنبه

شيمون پيرس څو لسيزي د اسرائيلو پر سیاست ژور اغیز لاره. هغه په منځني ختيځ کې د سولې د راوستو له پاره نه ستړې کيدونکي هلي ځلي وکړې. خو هغه ډول چې ده غوښتل په خپلو کارو کې بریالی نه شو. دی اوس د ۹۳ کالو په عمر ومړ.

https://p.dw.com/p/2QgXn
Israel Prortrait Shimon Peres s/w
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Scheiner

دی د اسرائيلو د دولت د بنسټ ايښوونکي څخه وو، هغه سړی چې خپل ټول عمر يې سياست ته ځانګړی کړی وو او له دفاع وزرات څخه نیولي تر ماليې او بهرنيو چارو وزارت پورې، پر ټولو څوکيو کار کړی وو.

نوموړی درې واري د انتقالي دورې له پاره صدراعظم هم شو. خو پيرس تر ټولو زیات محبوبيت د اسرائيلو د دولت د مشر په توګه ترلاسه کړ. هغه پر دې کلک باور درلود چې له فلسطينيانو سره روانه شخړه یوازې سياسي حل درلودلای شي. همدې دريځ دی د سولې د نوبل جايزې ګټونکی کړ.

دی په ۱۹۳۴م کال کې د یوه ځوان په توګه د خپل مور او پلار سره دې سیمې ته راغی. خو له هغه وخته نيولې تر مرګه پورې د ده د کاري ژوند په اړه د نظر ډير اختلافات موجود ول: ځيني وايي بې له ده به د اردن سيند د لويديځې غاړې ځيني مېني هیڅ نه وای آبادې شوې او د «دیمونا اتومي دستګاه» به هم نه وای. ډيري دی د «اسرائيلو د اتومي وسلو بنسټ ايښوونکی» بولي.

په سياست کې په څو ځلي له ناکاميو سره مخامخ شوی وو. د لومړي وزير د څوکۍ له پاره د کارګر ګوند له اړخه درې واري د مخکښ کانديد په توګه ونومول شو خو یووار  هم صدراعظم نه شو. سربيره پر دې په ۲۰۰۰م کال کې د اسرائيلو د پارلمان د مشرتوب په ترلاسه کولو هم بریالی نه شو. خو په پای کې يووار بيا په سياسي ډګر کې وځليد او د ده د سياسي ناکامۍ په اړه ترسره شوي ټول تحليلونه ناسم ثابت شول.

د یوه دیموکراتيک یهودي اسرائیلو خوب

شيون پيرس په پولنډ کې زيږيدلی او هلته په يوه یهود مېشته کلي کې رالوی شو. کله چې یې مور و پلار د فلسطين سيمې ته کډه شول نو دی يې یوه رزاعتي ښوونځي ته شامل کړ. خو له ځوانۍ راهيسې یې له سياست او مذهب سره ليوالتيا درلودله او د اوسني کارګر ګوند غړی شو. پیرس تل د يوه یهودي ديموکراتيک دولت د رامنځته کيدو خوب ليده.

د سولې له پاره هلي ځلي

شيمون پیرس په ۱۹۸۲م کال کې د اسرائيلو له خوا د لبنان پر اشغال سختي نیوکې وکړې. هغه په دې نظر وو چې د فلسطينيانو لانجه یوازي سياسي ده او په پوځي لارو هیڅکله هم نه شي حلیدلای. په ۱۹۹۰م لسيزه کې نوموړي يوازې او يوازې د سولې پر پروسه تمرکز وکړ. خو په دې ترڅ کې د اتومي ریاکتور او د استوګنځايو په آبادولو کې يې نقش د لاري خنډ وګرځيد. پيرس، تل له اسرئيلو او فلسطنيانو څخه د امن او سولې له پاره د هلو ځلو غوښتنه کوله.

ده به تل ويل: «راکټونه او بمبونه موږ په منځني ختيځ کې د سولې له راوستو څخه نه شي ايسارولای.»

پيرس په ۱۹۹۲م کال کې له فلسطينيانو سره د اوسلو د سولې تړون له طراحانو څخه یو وو. د دې هلو ځلو له کبله نوموړي ته د اسحاق رابين او د فلسطينيانو د مشر یاسر عرفات سره یوځای د سولې نوبل جايزه ورکړل شوه.  کله چې رابين په ۱۹۹۵م کال کې ووژل شو، دی یووار بیا د لنډې مودې له پاره صدراعظم شو.

شيمون پيرس په ۱۹۹۶م کال کې د ټاکنو تر بايللو وروسته د سولې له پاره د پیرس د تنظيم بنسټ کيښود چې موخه يې د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې رامنځته کول ول.

ده په ۸۴ کلنۍ کې له ګوندي سياست څخه لاس واخيست او ځان يې ولسمشرۍ ته کانديد کړ. خو دی ناکام شو او موشه کاتساو په ۲۰۰۰م کال کې نوی ولسمشر شو. خو کله چې کاتساو په ۲۰۰۷م کال کې د جنسي تيري د تورونو له کبله له دندې څخه ګوښه کیدو ته اړ شو نو پيرس ته لاره خلاصه شوه.  ده د یوه عصري ولسمشر په توګه د اسرائيلو د پرمختګ له پاره هلې ځلې وکړې.

پيرس په ۲۰۱۴م کال کې له ولسمشرۍ متقاعد شو. ده تر پایه د یوه نوي او سوله ييز منځني ختيځ خوب تعقيب کړ او په دې برخه کې يې زيار و ايست خو دغه هيله یې پوره نه شوه. دی د ۲۰۱۶م د سپتمبر مياشتي نيمايي کې فلج شو او دوې اوونۍ وروسته پرون (د ۲۰۱۶م کال د سپتمبر ۲۷ نيټه) په اتل ابيب کې د ۹۳ کالو په عمر مړ شو.