1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیلو او امریکا تر منځ پوځي معامله

مسعود جهش (بن نایت)۱۳۹۲ اردیبهشت ۴, چهارشنبه

له اسرائیلو او دوو عربی هیوادونو سره د امریکا له خوا د ۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو د یوې معاملې اعلانول، ښايي پر ایران باندې فشارونه لا پسې ډیر کړي. خو پوښتنه دا ده چې ایا پر ایران باندې دغه ډول فشارونه ضروري دي؟

https://p.dw.com/p/18MB9
انځور: JIM WATSON/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل، د تیرې اوونۍ په پای کې اعلان وکړ چې هیواد یې له اسرائیلو، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو سره د ۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت پر یوې پوځي معاملې باندې کار کوي.

د دغې پوځي معاملې په ترڅ کې به اسرائیلي جنگي الوتکو ته توغندي ورکړل شي. پر دې سربیره به اسرائیل KC-135 ډوله الوتکې تر لاسه کړي چې د پرواز په حالت کې نورو جنگي الوتکو ته د تیلو د رسولو په موخه کارول کیږي. د دې ترڅنگ به اسرائیل V-22 Osprey ډوله ترانسپورتي الوتکې هم ترلاسه کړي چې ویل کیږي د یوه هیواد پر وړاندې په یوه احتمالي جگړې کې ډیر گټورې تمامیدای شي.

V-22 Osprey ډوله ترانسپورتي الوتکه
V-22 Osprey ډوله ترانسپورتي الوتکهانځور: U.S. Air Force

کله چې چک هیګل تیره اوونۍ اسرائیلو او د منځیني ختیځ یو شمیر نورو هیوادنو ته د تلو په حال کې وو هغه په الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې دغه پوځي معامله به ایران ته یو واضیح زیگنال واستوي. هغه ویلي وو: «وروستی خبره دا ده چې ایران یو گواښ دی، یو روښانه گواښ.» هغه ټینگار کړی وو چې امریکا او اسرائیل پر دې موضوع باندې سره توافق لري چې باید ایران ته اجازه ور نه کړل شي چې اتومي وسلې تر لاسه کړي.

په تل ابیب کې د ملي امنیت د مطالعاتو د انستیتوت څیړونکی یفته شاپیر، وایي چې دغه معامله او د هیگل څرگندونې ښيي چې د امریکا او اسرائیلو اړیکې د پخوا په څیر پیاوړې دي. هغه زیاتوي: «دا د دې خبري سیاسي بیان وو چې د اسرائیلو او امریکا په اړیکو کې هر څه د پخوا په څیر دي.»

له بلې خوا ویل کیږي چې د دغې پوځي معاملې د اعلانولو شیوه او همداراز پخپله دغه معامله، د هیگل هغه انځور چې گواکې د ایران پر وړاندې نرم دريځ لري او د اسرئیلو کافي ملاتړ نه کوي، یو څه ضعیفه کړي. تر دې مخکې د فبروري په میاشت کې د امریکا په سنا کې د اسرائیلو په اړه د هیگل د پخوانیو ویناوو له کبله پر هغه باندې سختې نیوکې شوې وې.

ایران نوې پوځي معامله د خپل ځان پر وړاندې د یوه گواښ په توگه بولي.
ایران نوې پوځي معامله د خپل ځان پر وړاندې د یوه گواښ په توگه بولي.انځور: Getty Images/AFP

شاپیر وایي: «په اسرائیلو کې د هیگل په اړه ډیرې اندیښنې موجودې وې. دا ضروري وه چې متحده ایالات وښيي چې اسرائیلو ته به په راتلونکې کې هم وسلې ورکړي او د دې هیواد تر شا په ودریږي.»

په لندن کې د ریجینس کالج د نړیوالو اړیکو مشر یوسي میکلبیرگ، وايي چې د امریکا او اسرائیلو تر منځ وروستۍ پوځي معامله ډیره اوږد مهاله ده. هغه زیاتوي: «دغه معامه به په یوې ورځې کې ترسره نه شي. دا یوازې د وسلو او الوتکو رسول نه دي، بلکې باید پیلوټان او تخنیکي کارکوونکي هم وروزل شي.»

کشمکشونه په کوم لور روان دي؟

شاپیر وایي چې ایران دغه نوې پوځي معامله د خپل ځان پر وړاندې د یوه گواښ په توگه بولي، خو د هغه به خبره دا د ایران-اسرائیل او امریکا په اړیکو کې کومه نوې خبره نه ده. هغه زیاتوي: «د ایران او اسرائیلو تر منځ اړیکې ټولو ته روښانه دي او متحده ایالات په واضیح ډول د اسرائیلو ملاتړ کوي. خو امریکا په دې کار کې یو څه احتیاط هم کوي ځکه هغوی اسرائیلو ته وایي چې زموږ له خبرتیا پرته پر ایران باندې برید مه کوه.»

د ایران یوه اتومي بټۍ
د ایران یوه اتومي بټۍانځور: picture alliance/dpa

ځینې کسان دغه پوښتنه مطرح کوي چې په داسې حال کې چې ایران په وروستیو کلونو کې د خپل اتومي پروگرام په اړه په خبرو اترو کې خپل دریځ بدل کړی دی، او اقتصادي بندیزونه دغه هیواد ورځ تر بلې له لا ډیرو ستونزو سره مخامخوي، ایا پر ایران باندې د دومره پوځي فشار واردول ضروري دي؟

په اتومي وسلو یو سمبال ایران

په داسې حاکې چې میکلبیرگ وایي چې پر کیوبا باندې له پنځوسو کلونو راهیسې اقتصادي بندیزونه وضع دي او تر اوسه هم کاسترو په کې په قدرت دی، هغه ټینگار کوي چې پر ایران باندې پوځي برید حالاتو ته کومه گټه نه شي رسولای. هغه وایي: «پوځي برید به د ایران اتومي پروگرام له منځه یوسي، خو د برید ترسره کول به یو ناورین رامنځ ته کړي.»

هغه وایي چې که پر ایران باندې برید وشي نو دا به د ملگرو ملتونو له تأیید پرته یو برید وي چې په پایله کې یې په نړۍ کې افراطي ډلې نورې هم سره رانزدې کیدای شي.