1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیلو او غزې تر منځ نوې شخړې

۱۳۹۱ تیر ۳, شنبه

اسرائیلي جنگي الوتکو یو ځل بیا د غزې پر تراړې باندې بریدونه کړي دي چې په پایله کې ئې ۱۷ فلسطینیان ټپیان شوي دي. اسرائیلو ځکه پر غزې باندې برید کړی دئ چې وایي له همدې ځایه پر هغوی باندې توغندي توغول شوي دي.

https://p.dw.com/p/15KEz
انځور: AP

د غزې چارواکي او عیني شاهدان وایي چې اسرائیلي جنگي الوتکو د شنبې په ورځ وختي پر غزې باندې بریدونه تر سره کړل. دغه کسان زیاتوي چې د بریدونو په هدفونو کې دوه پوځي کمپونه هم شامل ول. دغه کمپونه حماس پورې تړاو لري. د غزې د تراړې کنترول اوس د حماس په لاس کې ده. د غزې چارواکو ویلي دي چې د اسرائیلو هوایي برید د خان یونس ښار ته نزدې تر سره شوی وو.

دغو کسانو همداراز زیاته کړې ده چې د جمعې په ورځ ورته بریدونو په غزې کې دوه فلسطینیان وژلي او څلور نور ئې ټپیان کړي ول.

په همدې حال کې اسرائیلي پوځ د شنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه چې پکښي ویل شوي دي چې د هغوی یوې جنگي الوتکې په غزې کې یوه ترهگره ډله هم په نخښه کړې ده. د اسرئیلو د پوځ له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دې ترهگرې ډلې تر دې مخکې پر اسرائیلو باندې توغندي توغولي ول.

اسرائیلي چارواکو همداراز ویلي دي چې له غزې څخه پر هغوی باندې ۱۸ توغندي توغول شوي دي. د هغوی په خبره په دې ترڅ کې یو وگړی ټپي شوی هم دئ.

لا تر اوسه پورې په غزه کې کومې ډلې پر اسرائیلو باندې د توغندیو د توغولو پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو د رویترز خبري آژانس ویلي دي چې دغه توغندي د یوې سلفي ډلې لخوا چې القاعدي پورې تړاو لري پر اسرائیلو باندې توغول شوي دي.

اسرائیلو او غزې په داسې حال کې پر یو بل باندې توغندی توغولي دي چې تر دې مخکې د هغوی تر منځ د اوربند اعلان شوی وو. د چهار شنبې په ورځ د حماس پوځي څانگې ویلي وو چې په غزه کې ئې له نورو ډلو سره د اوربند پر سر موافقه کړې ده خو اوس ښایي دغه اوربند د دواړو ارخونو له خوا مات شوی وي.

د تیرې اوسنۍ د دوشنبې او چهارشنبې د ورځو تر منځ شاوخوا ۱۳۰ توغندې پر اسرائیلو باندې توغول شوي ول. په دې ترڅ کې څلور کسان ټپي شوي هم دي. اسرائیلو ویلي دي چې له دې پېښو سره د میلیونونو اسرائیلیان ژوند نا ارامه شوی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض