1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل او فلسطین تر منځ تاوتریخوالي زيات سوی دی

آژانسونه / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۱۶, شنبه

ټاکل شوې ده چې د اسرائیلو لوموړی وزیر به وروسته له څه د پاسه یو کال څخه د اوباما د لیدنې په موخه امریکا ته سفر وکړي. په عيني حال کي د ۲ اسرائیلي ځوانانو ویشتل کیدلو د اسرائیل او فلسطین تر منځ کړکیچ لا پیسې زیات کړی دی.

https://p.dw.com/p/1H1VX
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Shiyoukhi

د جمعې په ورځ (نومبر میاشتې۶) د غزې په تراډه او د فلسطین په قلمرو کې دوو تنو اسرائيلي ځوانانو د خپل یو مقدس ځای څخه لیدنه کوله چې په ډزو وویشتل شول. په دغه سیمه کې تر څو ورځو کرارۍ وروسته یو وار بیا تاوتریخوالي زور اخیستی دی. اوس په دوی کې د یو تن روغتیايي وضعه د اندیښنې وړ بلل شوې ده.

د فلسطینیانو او اسرائيلیانو تر منځ د تاوتریخوالي د پيښو نوې لړۍ په داسې حال کې مخ پر پراخېدو ده چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنيامين نتنياهو واشنگټن ته سفر کوي. ټاکل شوې ده چې نوموړی به هلته د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره وویني. دا به داسې حال کې ده چې د تل ابیب او واشنگټن اړیکي مخکې تر دې هیڅ کله هم دومره سړې نه وې.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې په تیره یوه میاشت کې د دواړو خواو تر منځ تاوتریخوالی، د جمعې تر لمانځه وروسته د لویدیځ اردن په سویل کې د هېبرون په ښار کې د مسلمانانو او یهودانو د مقدسو ځایونو پر سر د اختلاف له امله ډیر شوی دی.

په اسرائيل او فلسطین کې د تاوتریخوالي ډیریدل اوباما اندیښمن کړی دی

هېبرون تر ۲۰۰زرو ډیر فلسطيني اوسیدونکي لري. د دې تر څنگ ۵۰۰ اسرائيلیان هم په ښارگوټو کې د دغه ښار په هغه مرکز کې ژوند کوي چې د پوځ له خوا یې ساتنه کیږي. روانې وضعې ته په کتلو سره په دغه ښار کې د تاوتریخوالي ډیریدو احتمال جګ دی.

مخکې تر دې یوه ۷۲ کلنه فلسطینۍ میرمنه په دې تور د اسرائيلي پوځ له خوا په ډزو ووژل شوه، چې غوښتل یې له خپل موټر سره اسرائيلي سرتیرو ته زیان ورسوي. اسرائيلي پوځ دا خبر تائيد کړی دی، خو فلسطیني څارونکي وایې چې د ورښت له امله مځکه ښویه شوې وه او دغې ښځې هیڅ کله هم پر اسرائيلي سرتیرو د برید کولو اراده نه درلوده.

د هغو تاوتریخوالو په پایله کې چې د اکتوبر میاشتې له پيل سره شروع شوي دي، تر اوسه پورې یو عرب اسرائيلی،۷۰ فلسطینیان او ۹ تنه اسرائيلیان په کښې وژل شوي دي. د اردن سیند په لویدیځ ساحل او غزې په تراډه کې د تیرو څو اونیو راهیسي هره جمعه فلسطینیانو پر اعتراضي مظاهرو لاس پورې کړی دی او دغه احتجاجونه بیا د اسرائيلو له لورې په هوایې ډزو او اوښکي بهونکي گازو سره په تاوتریخوالي بدل شوې دي.