د اسراييلو د دولت شپيتمه کلېزه
۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبهدغه غونډه د تيودور هيرڅ په مشرۍ سره تر سره سوه ،چه د يهودي دولت دپاره يې کار کاوه، او د صيهونيزم د سياسي پلار په سترګه ورته کتل کيده . يوازي څو ساعته مخکي تر دې چه په فلسطين کښي د برتانيې ماموريت پای ته ورسيږي، او د برتانيې عالي کميسار فلسطين پريږدي، ډيويد بين جورين د اسراييلي دولت اعلام وکي .
خو اسراييلو بايد ژر درک کړی وای چه ددوی د تخيل عملي کول په منځني ختيځ کي څه آسانه کار نه ؤ . دوی چه په اروپا کي تعقيب سوي ، او له منځه تللي وه، د منځني ختيځ په ماحول کښي هم ددوی موجوديت د خطر سره مخامخ سو، او د جنګ په حالت کي راغلل . هغه څه چه په منځني ختيځ کښي تر اوسه پوري د اسراييلي دولت د پاته کيدو حق په رسميت نه پيژندل کيږي، او ددوی موجوديت ته ديوه آفت په سترګه کتل کيږي . پدې ډول ددوی دا خوشالي چه خپل يو دولت دي ولري، د څو ساعتو په جريان کښي په بمونو او اخطارونو سره پای ته ورسيده . اسراييل مجبوره ؤچه ديوه جنګ سره مخامخ سي . عربي ليګ چه لږ موده مخکي تآسيس سوی ؤ ، د هغه غړي هيوادونه پدې نظر وه ،چه اسراييل به له منځه يوسي ،ځکه چه هغه لويديزو هيوادو پر عربي نړۍ باندي تحميل کړی دی .
برتانويانو د ۱۹۱۷ کال په اعلاميه کښي يهودانو ته د يهودي ځايونو د جوړولو وعده ورکړې وه ، د ملګرو ملتو د ۱۹۴۷ کال پريکړه ليک چه د فلسطين تجزيه يې په نظر کي درلوده ، او خصوصآ دامريکا متحده ايالاتو چه په څرګند ډول يې د اسراييلي دولت د تآسيس ملاتړ کاوه .
واشنګټن ،اسرايیل د اولين دولت په حيث په رسميت وپيژندۍ، او هغه هم د امريکا د خارجه وزير پر خبرداري سربيره :
«ټولو دغو کارپوهانو ماته وويل چه که اسراييل په رسميت وپيژندل سي ، نو ټول منځني ختيځ به په جنګ کښي ښکيل سي .»
پر ټول انتظار سربيره چه اسراييل دي له منځه يوسي ، د عربانو پلان د ناکامۍ سره مخامخ سو . برعکس د اسراييلو د دولت ساحه تر خپلي اصلي ساحې ووته، او تقريبآ يو مليون فلسطينيان مجبوره سوه چه د خپلي اصلي خاوري څخه ووزي . ددې بيري څخه چه وژل کيږي ، او يا هم وشړل سول . دوی ۶۰ کاله وروسته هم چه اوس يې تعداد ۴ مليونه انسانانو ته رسيږي ، ددغي لانجې اصلي مشکل جوړوي .
د ۱۹۴۸ کال ماته عربانو او دهغه سره خواخوږي اسلامي نړۍ ته ښه تمامه نسوه ، او دوی ونه غوښتل چي هغه ومني . ځکه يې نو د غچ اخيستلو پريکړه وکړه . څنګه چي دوی د يوه کوچني اسراييلي دولت په مقابل کښي خپله ماته ونه منل ، نو يې لويديز هيوادونه د هغه مسؤل وبلل . او ځکه نو تر هغه وروسته افراطي ډلی او ګروپونه جوړ سول ، چه اسراييلوته يې به سيمه کي، د عربي او اسلامي ضد يو تصوير، رنګ ورکۍ.
دغه خبره په ۱۹۵۶ کال کي د پورتنيو دلايلو دپاره نور اثبات هم پلاس ورکاوه ، او هغه داچه کله چه په ۱۹۵۶ کال کي اسراييلو د فرانسويانو او برتانويانو سره ګډکار سرته ورساوه ، او هغه د سيوز کانال ؤ ،چه د اسراييلو جنوب يې د مصر سره تقويه کاوه ، او د وسله والو عربانو د رااوښتو مخنيوی يې کاوه.
په منځني ختيځ کي مهم تغيرات د ۱۹۶۷ کال په شپږ ورځنی جنګ کي رامنځته سول ، چه په هغه کښي اسراييلو د عربان ډيري مځکی لاندي کړې.
خو اوس د ۲۰۰۶ کال دامريکا د اناپوليس دمنځني ختيځ ترکنفرانس وروسته دا اميد واري پيدا سوې ده ، چه د اسراييلو او عربانو تر منځ به يوه دايمي سوله رامنځته سي .