1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسراييلو په انتخاباتو کي کديمه ګوند مخکښ ښکاري

۱۳۸۷ بهمن ۲۳, چهارشنبه

د اسراييلو د درو تلويزيوني کانالونو د وړاندويني له مخه آزاد محافظه کار ګوند کديمه، چي مشره يي د بهرنيو چارو وزيره ليوني ده، په پارلمان کي د29 او30 ترمنځ چوکۍ ترلاسه کړي او پدي ډول يې تر ټولو ډيري رايي وړي دي...

https://p.dw.com/p/GrR1
د کديمه ګوند مشره او د بهرنيو چارو وزيره څي پي ليوني
د کديمه ګوند مشره او د بهرنيو چارو وزيره څي پي ليونيانځور: AP

ښي محافظه کار ليکو د ګوند دويم مقام ترلاسه کړۍ او له کديمه څخه يي دوه څوکۍ کمتره ګټلي دي. د لمړيو شميرنو له مخي ليکود ګوند د27 او28 ترمنځ څوکۍ لاسته راوړي دي.

اودريم مقام ممکن ښي ملي پال ګون چي اسرايل د مونږ کوردي نوميږي او مشريي اويګدور ليبرمن دي ترلاسه کړي وي. دي ګوند د 14 او15 ترمنځ څوکۍ په پارلمانکي ګټلي دي. د کارګر يا د سوسيال ديموکرات ګوند څلورم مقامته لاندي لويدلي دي. د تلويزيون د دري واړو کانالونو پيشګويي د کارګر د ګوند په برخه کي يوشانته دي اووايي چي دا ګوند د13 څوکيو له لاسته راوړلو سره څلورم ځواک په نوي پارلمان کي دي. د کديمه د ګوند کانديدي څيپي ليوني او د ليکود د ګوند مشر بن امين نيتان ياهو دواړو د اسراييلو د راتلونکي لمړي وزارت د څوکيو د نيولو لپاره ځانونه تيارښودلي دي.

د ليکود ګوند له دينه يوڅه نا اميده دي چي د ډيرو کوششونو سره سره يي د ټاکونکو لخوا لوړي مقام ندي ترلاسه کړي، خو په پارلمانکي د ليکود د ګوند غړي ګيدونستارسره له هغه هم خپل ګوند فاتح بولياو وايي:

په دومره ډيري لږي فاصلي په پام کي نيولو سره چي د کديمه له ګوند سره اوس شته بايد سړي د رښتيانۍ نتيجي انتظار وباسي، خوځني خبري بيخي ښکاره دي. دا چي د ليکود ګوند د پخوانيو ټاکنو په پرتله ډيري زياتي رايي ترلاسه کړيدي. بل دا چي د ښۍ خوا ډير زيات ټاکونکي لري چي اوسني حکومت ردوي.

دا خبره رښتيا ده چي د ليکود مشر نيتان ياهوښي مليپال اسراييل د مونږ کورد ګوند او له نورومذهبي مليپالو ګوندونو سره په ګډه يو ايتلافي حکومت جوړ کړي.