1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرایلو لومړي وزیر سیاسي مجرمین د اور په لګولو ګرم وبلل

۱۳۹۵ آذر ۵, جمعه

د اسرایلو په ګڼ شمیر سیمو کې د اور لګیدنې راپورونه ورکړل شوي. تر اوسه پورې د اور لګیدنې په دې پیښه کې د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي خو سلګونه کورونه زیانمن او یا هم ویجاړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/2TE3A
ISRAEL HAIFA Brände
انځور: Getty Images/AFP/J. Guez

د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، په دې هیواد کې د ستر اور پړه پر سیاسي مجرمینو واچوله. د دې اور له کبله زرګونه خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي او د ژغورنې عملیات لا هم جریان لري.

د پنجشنبې په ورځ له حیفه څخه د لیدنې پرمهال، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، هر چا چې دغه اور بل کړی وی، سخته سزا به ورکړل شي. هغه په دې ځاي کې خبریالانو ته وویل: «هر هغه اور چې په قصد سره د مجرمینو لخوا بل شوي وي، په ټوله معنی ترهګري ده او موږ به مجرم د ترهګر په توګه مجازات کړو.»

هغه همدا راز زیاته کړه چې هر چا چې د اسرایلو د ځینو برخو د سوځولو هڅه کړې وی، له سختې سزا ورکړو.

د اسرایلو لومړي وزیر که څه هم د اور بلوونکي کس په اړه معلومات ور نه کړل او د هدف په هکله یې هم څه ونه ویل خو اسرایلي چارواکي ټولو هغو جرمونو ته چې د عربو او یا هم فلسطینیانو لخوا ترسره کیږي، د «ترهګرۍ» نوم کاروي.

د دې هیواد د پولیسو مشر روني الشایش د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «دا به مناسبه وي چې اټکل وکړ چې دغه کار د لیونیو نه دی او دا هم اټکل کولای شو چې د اور دغه پيښه به سیاسي اړخ ولري.»

دغه تورونه به ښايي په دې هیواد کې د اسرایلي یهودیانو او عربو اقلیتونو ترمنځ ترینګلتیا نوره هم ډیره کړي کوم چې زیاتره د تعصب په هکله شکایت کوي.

د اسرایلو په پارلمان کې د عربو د سیاسي ډلو مشر ایمن اودیح، بیا د یووالي په ساتلو غږ کړی. اودیح خبریالانو ته وویل: «دغه کار موږ ټول زیانمن کړي یو. دا د عرب او یا یهودي کیسه نه ده او هرچا چې دغه کار کړی وي، هغه زموږ د ټولو دښمن دی.»

له ۲۰۱۰م کال راهیسې د اور تر ټولو بده پیښه

که څه هم تر اوسه د مرګ ژوبلې په هکله راپورونه نه دي ورکړل شوي، خو په دې پیښه کې سلګونه کورونه زیانمن او یا هم ویجاړ شوي دي. د رپوټونو په حواله د تنفسي ستونزو له امله سلګونه کسان روغتونونو ته د درملنې له پاره انتقال شوي دي.

وچه هوا، تند بادونه او د باران نشتوالی د دې هیواد شمالي او مرکزي سیمو او همدا راز د اردن لوېديځې غاړې ته د اور د پراخیدو سبب شوی دی.

پولیسو ویلي دي چې د اور له امله د لنډې مودې له پاره د تل ابیب او بیت المقدس ترمنځ لویه لار هم تړل شوې ده او د حیفه له شاوخوا سیمو څخه سلګونه کورنۍ نورو خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

د پولیسو د چارواکو په حواله د اور دغه پیښه درې ورځې مخکې د بیت المقدس په دیوی شالوم سیمه کې رامنځ ته شوې. د بیت المقدس په شاوخوا شمالي سیمو د زیخرون یاکوف کې هم د اور د پیښو راپور ورکړل شوی وو.

ګڼ شمیر هیوادونو لکه قبریس، روسیې، اټالیا، کرواشیا، ترکیې او یونان د اسرایلو د اور وژنې له ډلې سره د وسایلو مرسته کړې ده. نتنیاهو وویل چې هغه له امریکا څخه د اور وژنې د سترې الوتکې یا «سوپر ټینکر» غوښتنه کړې. هغه وویل چې د فلسطین چارواکو هم د اور وژنې له پاره د مرستې وړاندیز کړی دی.

لومړي وزیر نتنیاهو د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین څخه د هغه له مرستې مننه وکړه او د نتنیاهو د دفتر په حواله روسیې دوه د اور وژنې الوتکې اسرایلو ته لیږلي دي.

په ۲۰۱۰م کال کې وروسته له هغه چې په اسرایلو کې د اور لیګدنې په ورته پیښه کې ۴۲ کسان ووژل شول، د دې هیواد د اور وژنې په اداره کې پراخ اصلاحات راوستل شول. د همدې پیښې وروسته د دې هیواد چارواکو د اور وژنې هوايي قطعه هم رامنځ ته کړه.