1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلامي حزب ۵۵ تنه بندیان آزاد شوي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

د افغانستان حکومت د اسلامي حزب ۵۵ تنه بندیان آزاد کړي دي. د سولې د عالي شورا یوه لوړپوړي چارواکي احمد فرزان د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې ۱۳ تنه نور به هم په راتلونکو ورځو کې خوشي کړای شي.

https://p.dw.com/p/2cFKq
Afghanistan Kriegsherr Gulbuddin Hekmatyar plädiert für den Frieden
انځور: Reuters/Parwiz

د بندیانو آزادول د سولې د هغې موافقې یوه برخه ده، چې د سپټمبر په میاشت کې د حزب اسلامي د مشر کلبدین حکمتیار او افغانستان د حکومت ترمنځ لاسلیک شوې وه.

حکمتیار وروسته له شاوخوا دوو لسیزو غیابت څخه، کله چې په لومړي ځل په ختیځ ولایت لغمان کې را څرګند شو له طالبانو او نورو افراطي اسلامیستي ډلو یې وغوښتل چې جګړې ته د پای ټکې کیږي او د سولې له بهیر سره یوځای شي. همدارنګه نوموړي پر خپلو پلویانو هم غږ وکړ چې د حکومت ملاتړ وکړي.

د فرزان په حواله دغه ۵۵ تنه بندیان د هغه لست یوه برخه ده چې حزب اسلامي یې د ازادولو غوښتنه کړی وه. اسلامي حزب په مجموع کې د خپلو ۴۸۸ تنه غړو لست افغان دولت سپارلي دی چې د ازادیدو غوښتنه یې شوې.

د نوموړي سازمان یوه ویاند ویلي دي چې د دوی تر څنګ د دغې ډلې شاوخوا ۲۵۰۰ نور بندیان هم د افغان حکومت په زندانونو کې دي.

زموږ له ارشيف څخه د موضوع اړوند انځوریز رپوټ: