1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلامي حکومټ ترهگرې ډلې نوې ویدیو خپره کړې

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۳ مهر ۱۲, شنبه

د اسلامي حکومت نومې افراطي اسلامپالې ترهگرې ډلې یوه ویدیو خپره کړې ده چې په کې د یوه بریتانیایي برمته نیول شوي وگړي د سر پرې کولو ادعا کيږي. لومړي وزیر کامرون ویلي دي چې دا د دغې ډلې د ظلم یو بل ثبوت دی.

https://p.dw.com/p/1DPhU
انځور: Henning family handout via the British Foreign and Commonwealth Office/Handout via Reuters

د اسلامي حکومت ترهگرې ډلې د جمعې په ورځ یوه ویدیو خپره کړه چې په کې د یوه بریتانیايي تبعه الن هیننیگ، د سر پر کولو جریان ښوول کیږي.

خبري آژانسونو او د سایت استخباراتي ډلې ویلي دي چې دغه ویدیو د «امریکا او د هغه ملگرو له پاره بل پیغام» تر عنوان لاندې خپره شوې ده. په ویدیو کې بریتانیایي برمته شوی وگړی خپل ځان معرفي کوي او خپل هیواد ته یو پیغام رسوي.

د سایت استخباراتي ډلې په حواله هیننگ په ویدیو کې وایي: «زموږ د پارلمان د هغې پریکړې له کبله چې پر اسلامي حکومت برید وکړي، زه د بریتانیا د یوه تبعه په توگه، اوس باید د دې پریکړې بیه ورکړم.»

د اسوشیتد پریس خبري آژانس ویلي دي چې په ویدیو کې د امریکا متحده ایالاتو ولسشر بارک اوباما، ته هم یو پیغام ورکړل شوی دی. یو یاغي چې پر مخ باندې یې ماسک اچولی دی په خپرې شوې ویدیو کې وایي: «اوباما، تا پر [سوریې] باندې خپل هوایي بمبارۍ پیل کړې دي، چې زموږ پر خلکو باندې لگیږي. نو له همدې کبله دا سمه خبره ده چې موږ ستا د خلکو پر غاړو برید وکړو.»

دغه خبري آژانس همداراز زیاته کړې ده چې ویدیو د یوه بل برمته نیول شوي کس په ښوولو پای ته رسیږي چې ویل کیږي امریکایي دی.

څلورمه وژنه

د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کمرون، د ویدیو د خپریدو پر وړاندې په لومړني غبرگون کې، هغه د اسلامي حکومت نومې ترهگرې ډلې د ظلم بل ثبوت بللی دی.

د کمرون له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «د [اسلامي حکومت] له خوا د الن هیننگ ظالمانه وژنه ښيي چې دغه ترهگر څومره وحشي او ویروونکي دي.»

کمرون ټینگار کړی دی چې د «مسوول کسانو د موندلو او عدالت ته د هغوی د راوستلو له پاره به» په خپل توان کې هر څه ترسره کړي.

په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، هم د هیننگ وژنه غندلې ده او ویلي یې دي چې له خپلو متحدینو سره به عدالت ته د مسوولو کسانو د راوړلو له پاره کار وکړي.

تر دې مخکې د اسلامي حکومت ترهگرې ډلې د درو نورو بهرنیو سرونه هم په ورته ویدیو گانو کې پرې کړي وو. لا تر اوسه پورې د وروستۍ خپرې شوې ویدیو اصلیت په رسمي توگه نه دی تایید شوی خو ویل کیږي چې هغه پخوانیو خپرو شویو ویدیوگانو ته ورته ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب