1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد د پوځي ائتلاف غونډه

AP, Reuters۱۳۹۳ بهمن ۳, جمعه

د افراطي «اسلامي دولت» ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف د لندن په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه تندلارې ډله په عراق کې تر یوې کچې پر شا تمبول شوې، خو کیری او نور سیاستوال دا مني چې دغه جگړه لا ختمه شوی نه ده.

https://p.dw.com/p/1EPVo
انځور: Reuters/Stefan Wermuth

د بریتانیې په پلازمېنه لندن کې د پنجشنبې په ورځ د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې پر ضد د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلاف غونډه تره شره شوه. په دغه غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د نوموړې افراطي ډلې پر ضد د رامنځ ته شوي پوځي ائتلاف څه د پاسه ۲۰۰۰ هوایي بریدونو او د عراقي پوځ له لوري لاس ته راوړنې وستایلې.

د کیري په وینا د «اسلامي دولت» څخه شا او خوا ۷۰۰ کیلومتره مربع ځمکه بیرته نیول شوې ده. کیري په خپلو خبرو کې پرې دې باندې اعتراف کړی دی چې ائتلاف نوموړې تندلارې ډلې ته د مرستو او بهرنیو جنگیالیو د سیلاب په مخنیوي کې لا په ښه توگه عمل کولای شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په دغه غونډه کې وړاندې وویل چې ښایي دغه مبارزه یو څه اوږده وي، خو په وینا یې عراق باید انديښنه و نه لري او د دغه ډلې د ختمولو له پاره د اړتیا وړ وسلې د رانیولو توان به ولري. د کیري په خبره د امریکايي M16 ډوله ټوپکې به په دې «لڼد وخت کې او ډير ژر» عراق ته ورسیږي.

دغه خبرې اترې په لندن کې تر سره شوې چې په کې تر ۲۱ زیاتو هیوادونو استازو برخه واخیسته. د دغو خبرو اترو موخه د سني تندلارې اسلامپالې ډلې پر ضد د ائتلاف د راتلونکو اقداماتو په هلکه بحث کول وو.

د تیلو ټیټې بیې بغداد ته زیان اړوي

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي، د دغې غونډې وروسته د خبریالانو په وړاندې په خپلو څرگندونو کې ډير زیات خوشبین نه ښکاریده. هغه وویل چې نوموړی انديښنه لري چې ښایي د تیلو رالویدونکي بیې به د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد د عراق د جگړې توانایي ته زیان واړوي. هغه زیاته کړه: «د تیر کال د سطحې په پرتله د تیلو بیې ۴۰ سلنه راټیټې شوي دي. د عراق ۸۵ سلنه اقتصاد او بودجه پر تیلو ولاړه ده او دا زموږ له پاره یو ناورین دی.»

العبادي دې ته اشاره وکړه که چیرې عراق ته اجازه ورکړل شي چې د مهماتو او وسلو د پیسو ورکړه وځنډوي، نو دا به له دې هیواد سره یقینا مرسته وکړي. هغه همداشان له ائتلاف څخه د عراقي پوځ د لا روزنې او مجهزولو غوښتنه وکړه.

العبادي د چهارشنبې په ورځ له ائتلاف څخه د ځمکنۍ مرستې د کمبود په برخه کې شکایت کړی وو، خو د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې یې وویل چې د ده د مرستې غږ «له پامه نه دی» غورځول شوی.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر فېلپ هاموند، العبادي ته ډاډ ورکړ چی دوی د هغه انديښنې واوریدې. هغه وویل چې دغه ماموریت به د عراقي ځواکونو په لاس کې د وسلو د کمښت له کبله ناکامه نه شي.