1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلامي دولت ډلې په پاکستان کې د برید پړه پر غاړه واخیسته

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

په کراچي کي پر يوه سرويس موټر باندي په وسله وال يرغل کي په لسونو انسانان وژل سوي. ويل کيږي چي په دغه موټر کي شيعه مسلمانان سپاره ول او پر موټرسايکلو سپرو کسانو ورباندي يرغل کړی دئ. د برید پړه اسلامي دولت پر غاړه اخیستې.

https://p.dw.com/p/1FP0d
انځور: picture-alliance/dpa/R. Khan

د پاکستاني چارواکو په حواله په کراچي ښار کي پر يوه سرويس موټر باندي په وسله وال يرغل کي لږ تر لږه ۴۳ انسانان وژل سوي دي. د برید پړه د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستې ده چې له کبله يې په پاکستان کې د دې ډلې د نفوذ په اړه اندیښنې رامنځ ته شوې دي.

د پوليسو په خبره په موټر کي سپاره کسان د اسماعلیه مذهبي لږکۍ پورې تړلي مسلمانان وو. د کراچي د پوليسو په خبره پر دغه سرويس موټر باندي شپږو تنو وسله والو يرغل کړی دئ. وسله وال کسان پر موټرسايکلونو باندي له سيمي تښتېدلي دي.

د پوليسو د معلوماتو له مخي وسله والو کسانو د موټر له هر اړخه لومړی فيرونه کړي دي او وروسته سرويس ته ور پورته سوي او قتل عام ئې کړی دئ. ويل کيږي چي وسله وال هر سيټ ته ورغلي او کتلي ئې دي چي کوم څوک خو به ژوندی پاته نه وي.

په پاکستان کي له ډير وخت راهيسي د شيعه او سني مسلمانانو ترمنځ تاوتريخوالی دوام لري.

پاکستاني پولیسو د پیښې په سیمه کې داسې ورقې هم موندلې دي چې په ترڅ کې یې اسلامي دولت د پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده. دا په داسې حال کې ده چې د جندالله ترهګرې ډلې هم د دې پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

د اسماعلیه مسلمانانو مشر آغا خان، په یوه بیانیه کې د وژل شویو کسانو شمیر تایید کړی دی او پر هغوی باندې ترسره شوی برید یې غندلی دی.