1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلامي نړۍ علما: افغانستان دارالحرب نه دئ

حسين سيرت/ پروين مومند۱۳۹۲ فروردین ۱۹, دوشنبه

د افغانستان دیني علماوو د یو کنفرانس په ترڅ کې د جهاد او انتحار په اړه د نړۍ د علماوو نظر د نهادونو او مدني ټولني له فعالانو سره شریک کړ.

https://p.dw.com/p/18Bqt
Mohammad Yusuf Niazy Bilder: Korrespondent Hussain Sirat aus Kabul geschickt. Zugeliefert von: Waslat Hasrat-Nazimi (M.A.)
Mohammad Yusuf Niazy Religionsgelehrte Ulemaانځور: DW

د دشنبې د ورځي (۲۰۱۳ کال د اپريل ۸) دغه غونډه د «د افغانستان د سوله ييزي راتلونکي له پاره د اسلامي همکاريو دريم کنفرانس» تر عنوان لاندي پرانيسل شوه.

د هند، ترکې، سعودي عربستان، پاکستان، لبنان، فلسطین، مصر، عراق، ایران او اندونیزیا هیوادونو دیني عالمانو تيره میاشت په ترکیه کې پریکړه کړي وه چې «افغانستان یو اسلامي هیواد دی او نشي کیدای ورته د دارالحرب خطاب وشي او اوسیدونکې یې مباح الدم وګڼل شي.»

د اسلامي علومو څیړونکی او دیني عالم نعمت الله نجومي د افغانستان په اړه د نړۍ د مسلمانانو د خپور شوي پریکړه لیک په اړه وویل: «موږ له ټولو ښکیلو اړخونو څخه هیله کوو چې خپل ټول اختلافات د متقابل احترام او عدالت په فضا کې د خبرو اترو له لاري حل کړي او له تاوتریخوالي او زورزياتي څخه لاس واخلي.

له دين څخه د طالبانو گټه

دا په داسي حال کې ده چې طالبان د افغانستان اوسنی نظام اسلامي نه ګڼي. هغوی جنگ په افغانستان جهاد گڼي او د اسلام او شريعت څخه د یوې لویې حربي په توګه کار اخلي.

خو د افغانستان د جګړي په اړه ټول اسلامي هیوادونه په یوه نظر نه دي. د پاکستان د علماوو شورا رئیس طاهر اشرفي ويلي دي چي په افغانستان کې جهاد او ځانمرگي بريدونه جایز دي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد یوسف نیازي د ټول افغانستان علماوو ته په خطاب کې وویل، چي سکوت مات کړي او په دغه هیواد کې د امنیت د ټنګښت له پاره تلاښ وکړي.

د سولي د عالي شورا د دارالانشا رئيس معصوم ستانکزي
د سولي د عالي شورا د دارالانشا رئيس معصوم ستانکزيانځور: DW

نیازي وویل علما باید په دي پوه شي چې د افغانستان د ښګڼي له پاره تبلغ د لمانځه په شان پر هغوی باندي فرض دی:

«لکه څرنگه چې پر موږ تاسو لمونڅ پنڅه وخته فرض دی نن د افغانستان امنیت هم په مهمو لومړیتوبونو کې راځي. په دې برخه کي له چا څخه فتوا مه اخلئ.»

تر دې دمخه د افغانستان د علماوو شورا ځانمرگي بريدونه حرام علان کړي ول. دغي شورا ويلي دي، هغه جنگ چي په افغانستان کي روان دی جهاد نه دی.

له بلي خوا د افغانستان د سولي عالي شورا وايي، چي په افغانستان کي جنگ هغه مهال پای ته رسيږي، چي دواړي ښکېلي غاړي د سولي لاس يوې او بلي خوا ته وغځوي.

د سولي د عالي شورا د دارالانشا رئيس معصوم ستانکزي وويل :«آیا ښکېل اړخونه او وسله وال مخالفین دا فکر کړی دئ، چي موږ دې ته اړتيا لرو چي خلک له دې بدبختۍ څخه وژغورو؟»

د اسلامي علماوو پریکړه لیک له ټولو ملاامامانو او مختلفو قشرونو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کي د سولي په ټينگولو کي مرسته وکړي.