1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلام آباد پره وړاندې د ترمپ ادارې لومړنی جدي ګام

۱۳۹۶ شهریور ۱۰, جمعه

امریکا متحده ایالات غواړي چې د پاکستان پوځ ته د ۲۵۵ میلیونه ډالرو مرسته وځنډوي. د چارواکو په وینا دغه مرسته به تر هغه وخته ځنډیدلي وي، تر څو چې پاکستان د هغو سخت دریځو ډلو پر ضد ګام وا نه اخلي چې افغانستان ته ګواښ دي.

https://p.dw.com/p/2jE8a
USA Fort Myer Trump Rede Afghanistan Strategie
انځور: picture-alliance/Pool via CNP/MediaPunch/M. Wilson

وروسته له هغې چې دونالد ترمپ هوډ څرګند کړ چې پر پاکستان به فشار زیات کړي، د هغه حکومت په دغه برخه کې لومړنی اساسي ګام اخیستی دی.

د افغانستان د شپاړلس کلنې جګړې د ستراتیژۍ په ترڅ کې، ترمپ پر پاکستان باندې طالب مشرانو او نورو یاغي ډلو ته د پټنځایونو د برابرولو له کبله انتقاد وکړ. د پاکستان پر ضد د ترمپ سختې څرګندونې د اسلام آباد غوصه او د امریکا ضد احتجاجونه راوپارول، چې د احتجاج کوونکو پر وړاندې امنیتي ځواکونو اوښکي بهونکی ګاز وکاراوه. پاکستان په سیمه کې د متحده ایالاتو جنجالي امنیتي شریک ګڼل کیږي.

که څه هم د ترمپ ادارې د پاکستان پر ضد د بیلا بیلو اقداماتو لکه د مرستو قطع کیدل، د بندیزونو لګول او آن د ناټو د غړو هیوادونو د باندې له ستر متحد په توګه د لاس اخیستو خبره کړې وه، خو د پنجشنې تر ورځې پورې معلومه نه وه چې د ترمپ اداره به په څه ډول اقداماتو باندې لاس پورې کړي او څومره ژر به دا کار وکړي.

ترمپ په خپله وینا کې د افغانستان په هکله ویلي وو: «موږ پاکستان ته په میلیاردونو، میلیاردونو ډالر ورکوو خو په عین وخت کې هغوی هغو ترهګرو ته پناه ورکوي، چې موږ یې پر ضد جنګیږو.» هغه یادونه کړې وه چې «موږ باید دې ته بدلون ورکړو.»

خو د ترمپ اداره د سپتمبر میاشتې تر ۳۰ نیټې پورې وخت لري چې ووایي د ۲۵۵ میلیونه ډالرو د لګولو پلان لري او په بل صورت کې یې له لاسه ورکوي. تر دغه مهلت دمخه د ترمپ ادارې کانګرس ته ویلي وو چې په حقیقت کې دغو پیسو ته اړتیا لري، خو د هغې په لګښت کې «وقفه» راولي او یا د پاکستان د پوځ له پاره د مشخصي نظامي تجهیزاتو له پاره یې ځانګړې کوي.

خو د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت چارواکو چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې د اسوشتید پرس خبري آژانس سره خبري کړي ویلي دي چې تر هغه وخته به دغه پیسې پاکستان ته ور نه کړل شي ترڅو چې اسلام آباد د حقاني ډلې په شمول د یاغیانو د پټنځایونو په هکله د متحدو ایالاتو اندیښنو ته په بریالۍ توګه توجه و نه کړی. د حقاني شبکه چې د افغان طالبانو متحده ډله ده په افغانستان کې د یو شمیر د تر ټولو خونړیو پیښو له پاره مسووله ګڼل کیږي.

Indien Kaschmir Grenze zu Pakistan
پاکستان امریکا ته ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د اسلام آباد قربانیو ته درناوی وکړيانځور: Getty Images/AFP/T. Mustafa

خو پاکستان له ډیر وخت راهیسې وایي چې د طالب یاغیانو سره یې خپلې اړیکي پرې کړي دي او د سخت دریځو ډلو پر وړاندې هیڅ ډول زغم نه لري. پاکستان دا استدلال هم کوي چې لا تر مخه یې په افغانستان کې د ثبات راوستلو له پاره خپلې پوره هڅې کړي دي. د دې سربیره پاکستان دا هم وایي چې امریکایي چارواکو ورته دا نه ده روښانه کړې چې له اسلام آباده د څه ډول مشخصو ګامونو د اخیستو تمه لري.

پخوانی دیپلومات جیم جیفریز چې اوس په واشنګټن کې د نزدې ختیڅ پالیسۍ، انستیتوت کې کار کوي وایي: «دغه مسله [د مرستو ځنډول] دواړو خواو ته د اغیزمن کار پر ځای سمبولیکه بڼه لري.» دغه دیپلومات یادونه کوي چې پاکستان به د تل په څیر له دې څخه کار واخلي چې خلک سړکونو ته راوباسي او خپله دیپلوماتیکه غوصه څرګنده کړي. خو دغه دیپلومات یادونه کوي چې پاکستان به هم فکر کوي چې د ترمپ راتلونکی ګام به څه وي؟

Pakistan Polizei
د امریکا ولسمشر پر اسلام آباد تور پورې کوي چې یاغیانو او وسلوالو ډلو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړېانځور: Getty Images/AFP/R. Tabassu

اسلام آباد لا تر مخه د ترمپ دې تورونو ته چې پاکستان ترهګرو ته پناه ورکوي په غوصې سره غبرګون ښوولی دی او د دغه هیواد ولسي جرګې د یوه پریکړه لیک پر وړاندې کولو سره د ترمپ خبرې رد کړې. د امنیتي چارو شنونکي هم خبرداری ورکوي چې د پاکستان منزوي کول به دغه هیواد روسیې، ایران او چین ته نزدي کړي. په سیمه کې د دغو هیوادونو نفوذ هغه څه دی چې له ډیر مودې راهیسې یې په هکله امریکا متحده ایالات انديښنه لري.

متحدو ایالاتو تر دې دمخه د ائتلاف څخه د ملاتړ د صندوق له لارې له دې هیواد سره مرستې کړي څو دغه هیواد د افغانستان په مسئله کې همکاري وکړي. خو ترمپ د پاکستان د ډارولو په خاطر ویلي دي که چیرې پاکستان د افغانستان د مسئلې په هکله ډیره همکاري و نه ښيي، نو د دې احتمال شته په دې برخه کې هند دغه مسلې کې ښکیل کړی شي.

پاکستان له ډیرو کلونو راهیسې د پاکستاني طالبانو او د هیواد دننه د سخت دریځو ډلو پر ضد جنګیدلی دی، خو په عین وخت کې یې په خپله خاوره کې افغان طالبان اود حقاني شبکه زغملې ده. دا خبره تر ډیره منل کیږي چې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې اوسیږي او پاکستاني روغتونونه د ټپي طالبانو درملنه کوي.

اسوشیتد پرس