1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلام آباد په لور مارش ته چمتوالی

مسعود جهش (dpa, Reuters)۱۳۹۳ مرداد ۲۳, پنجشنبه

د پاکستان په لاهور ښار کې په زرهاو مظاهره کوونکي راټلول شوي دي چې د اسلام آباد په لور مارش وکړي. په دې هیواد کې دوه جلا مارشونه د لومړي وزیر نوازشریف د گوښه کېدو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/1CuiA
انځور: Reuters

د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف مخالفین، د پاکستان په لاهور ښار کې سره راټول شوي دي چې د حکومت پر ضد دوه جلا مارشونه په لاره واچوي. د دغو مارشونو له ډلې څخه به یې یو د پخواني کرکیټر عمران خان په مشري وي او د دویم مشري به یې مذهبي مشر طاهر القادري کوي.

که څه هم تر دې مخکې پولیسو ویلي وو چې دغو کسانو ته به پلازمینې آسلام آباد ته د راتلو اجازه ور نه کړل شي، خو د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي اوس ویلي دي چې القادري ته به اسلام آباد ته د ننوتو اجازه ورکړل شي. تر دې مخکې د عمران خان پلویانو ته هم اسلام آباد ته د ننوتلو د اجازې په اړه خبرې شوې وې.

ویل شوي دي چې له مارش مخکې په تاوتریخوالي کې تر لسو ډیر مظاهره کوونکي او لږ تر لږه درې تنه پولیس وژل شوي دي. القادري او عمران خان غواړي چې پاکستان د خپلواکۍ په ورځ (د اگست ۱۴مه) په اسلام آباد کې لوی مارش په لاره واچوي او په دې ترتیب سره لومړی وزیر نوازشریف، له واکه گوښه کړي.

ویل شوي دي چې د عمران خان پلویان اوس د مارش تر پیلیدو شعارونه ورکوي او موسیقي اوري خو د القادري پلویان چې غواړي د روانې میاشتې تر پایه پورې شریف له واکه گوښه کړي، بیا چوپ دي.

القادري په پاکستان کې د یو شمیر مدرسو او خیریه سازمانونو کنترول په لاس کې لري او پخپله په کانادا او پاکستان کې میشت دی. د قادري له کور څخه بهر چیرې چې ډیر شمیر مارش کوونکي موجود دي، زیات شمیر پولیس هم شته.

کارپوهان وایي چې حکومت د القادري او عمران خان پر وړاندې بیلا بیلې ستراتیژۍ خپلې کړې دي چې هغوي په خپل منځ کې وویشي.

عمران خان د پاکستان پر تیرو ټاکنو باندې نیوکه کوي چې په پایله کې يې نوازشریف واک ته ورسېد خو القادري بیا د ټاکنو سیستم له ستونزو ډک بولي او ادعا کوي چې هغه دیموکراتیکه نه دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب