1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلام اباد په چاودنه کي د وژل سو شمير 60 ته ورسيدی

۱۳۸۷ شهریور ۳۱, یکشنبه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي پر مريوټ هوټل باندي چي ډيری مینوال يې بهرنيان دي، پرون د يو ځانمرګي بريد له امله لږ ترلږه 60 کسان ووژل سول او 250 نور ټپيان دي.

https://p.dw.com/p/FMDu
په اسلام اباد کي پر مريوټ هوټل باندي تر چاودني وروسته لمبي او مخ ته يې ويجاړ سوي موټر
په اسلام اباد کي پر مريوټ هوټل باندي تر چاودني وروسته لمبي او مخ ته يې ويجاړ سوي موټرانځور: AP

د پاکستان د کورنيو چارو وزير، رحمن مالک د پيښي په ځای کي خبري رسنيو ته وويل:« زموږ د معلوماتو له مخه يو ساعت دمخه يوه لارۍ چي مهمات او چاودونکي مواد پکښي بار وه، دلته راغله او انفجار يې وکړی.»

د هوټل مخ ته د چاودني له زوره په ځمکه کي يوه ستره کنده جوړه سوې ده . يو زيات شمير موټر ويجاړ شوي دي. د چاودني قوت دومره ستر ؤ چي حتی د پيښي له ځاي څخه سل متره ليري د ودانيو ښيښې ماتي سوي او کورونه تاواني شوي دي.

د ځينو نا تايدسو رپوټونو له مخه ويل کيږي چي په دې چاودنه کي د چيک هيواد سفر هم وژل سوی دی. د جرمني رسنيو په خبره په دې چاودنه کي يو تن آلمانی مړ او درې نور ټپيان سوي دي، او دغه راز يو امريکايي هم پکښي وژل سوی دی.

تر چاودني يو ساعت وروسته په هوټل کي دننه په وژل سو پسي پلټني رواني دي
تر چاودني يو ساعت وروسته په هوټل کي دننه په وژل سو پسي پلټني رواني ديانځور: AP

چاودنه په داسي حال کي رامنځ ته سوه چي يو څوساعته د مخه د پاکستان نوي جمهور رييس آصف علي زرداري د خپل هيواد د پارلمان دواړو جرګو ته په خپله وينا کي اعلان وکړی، چي د افراطيت پر ضد به خپله مبارزه جاري ساتي.

زرداري وويل، هغوی بايدددې امکا پيدا نه کړي چي د پاکستان له خاوري څخه د نورو دولتونو پر خلاف د حملو لپاره کار واخلي.

په عين وخت کي زرداري، د تروريزم تر نامه لاندي پر خپل هيواد باندي د امريکا د متحده ايالاتو د پوځي عملياتو پرخلاف خبري وکړې.

د جمهور رييس په توګه له خپل انتخاب څخه وروسته ، زرداري،د پاکستان د پارلمان دواړو جرګو ته په خپله لومړۍ وينا کي،که څه هم پر قبايلي سيمو باندي د امريکايي هوايي ببماريو څخه په مستقيمه توګه نوم وانخيست،خو وویل:« زه له حکومت څخه غواړم چي پر خپل عزم او ارادې باندي ټینګ پاته سي،چي هيچا ته اجازه ورنه کړي چي له دې خاوري څخه د يو بل بهرني دولت پرخلاف تروريستي فعاليتونه وکړي. موږ به د تروريزم تر نامه لاندي د هيڅ قدرت تيری پر خپلي واکمنۍ او د خاوري پربشپړتياهم ونه زغمو.»

د پاکستان جمهوررييس آصيف علي زرداري
د پاکستان جمهوررييس آصيف علي زرداريانځور: AP

زرداري،له ګاونديو هيوادونوسره دسوليز ژوند غوښتونکي سوو او وويل چي پاکستان له ټولو سره سولي ته اړتيا لري.

هغه وويل:« نړۍ د هغو دولتونو لپاره چي سرحدي شخړي لري په يوخطر لرونکي ځای بدله سوې ده. نو موږ سولي ته اړتيا لرو، نه يوازي په پاکستان کي، بلکي پخپل ګاونډيتوب کي هم. خو په ټولو حالاتو کي بايد موږ خپلي ملي ګټي په پام کي ونيسو.»

د پاکستان جمهور رييس د ملګرو ملتوعمومي اسامبله کي د ګډون څخه دمخه د سه شنبې په ورځ په متحده ايالاتو کي له جمهور ریيس بوش سره هم ګوري.