د اسيا په کومو ټولنو د کورنيو مشري ښځي کوي
په داسې حال کې چې زیاتره مهال آسیا ته د پلار واکمني ټولنې په سترګې کتل کیږي، خو ځیني داسې ټولنې هم شته چې میرمنې د پيسو او جایداد چارې سمبالوي او په ولسي پریکړو کې د برابرۍ حق لري.
مساوي شریکان
په دغه ډول ټولنو کې د کور د چارو مشري ښځي کوي او نصب په مور پوري اړه لري. پر دې سربیره د جایداد څښتنه ښځه وي او بیا له مور څخه لور ته انتقالیږي، همداشان تر واده وروسته مړونه د خپلو ښځو کورونو ته کډه کیږي. خو نارينه بیا سیاسي او ټولنیز مسایل پر غاړه لري. هغوی دغه توافق د واک د متعادل د ویش په توګه انګیري.
اندونیزیا - مینانګ کباو
د مینانګ کباو ټولنې د خلکو شمیر څلور میلیونه تنو ته رسیږي او یوه له هغو سترو ټولنو شمیرل کیږي چیرې چې میندې هم پوره واک لري. که څه هم په دودیزه توګه هغوی پر ارواح باندي باور درلود خو بیا وروسته د هندوایزم او بودیزم تر اغیر لاندي راغلل او ډیرو یې اسلام هم منلی دی. هغوی وایي چې دغه ډول ژوند یې له قران سره مطابقت لري او د هغوی په خبره ښځې د جایداد له مالکیت او یا هم له پریکړو نه بې برخي کوي.
چین - موسو قوم
د موسو قوم په لویو کورنیو کې ژوند کوي چې سرپرستي یې میندې کوي. هغوی د «میړه» او یا «پلار» تصور نه لري. هغوی په اصطلاح ګرځنده ودونه کوي، چې سړی له ښځو سره ملاقات او شپه تیرولی شي، خو ګډ کورنی ژوند نه کوي. د دغو ودونو په ترڅ کې زیږیدلي ماشومان د میندو په کورنیو کې ژوند کوي. پلرونه د اولادونو په روزلو کې کوم خاص نقش نه لري ځکه چې هغوی په خپله په داسې کورونو کې ژوند کوي چې سرپرستي یې د مور پر غاړه وي.
هند - کاسي قوم
د کاسي قوم له پاره د لور زیږیدل د خوښۍ لمانځلو له پاره یو فرصت دی او د زوی زیږیدل عادي خبره ګڼل کیږي. په عام ډول د کورنۍ مشري لور ته ټول جایداد په میراث رسیږي. که چیري ښځه او خاوند کومه لور و نه لري، بیا نو یوه لور په فرزندۍ اخلي او خپل جایداد هغې ته انتقالوي. دغه خصوصیت د دې سبب شوي چې د کاسي یو شمیر نارینه داسې ټولنې جوړي کړي چې د هغوی د حقوقو ساتنه وکړي.
هند - ګارو قوم
د ګارو قوم د خپلو میندو لقب خپلوي، او ځوانه لور له خپل مور څخه ټول جایداد په وراثت اخلي. تر مخه به زامن د بلوغت سن ته تر رسیدو وروسته د میندو او پلرونو کورونه پریښول او د کلي په یوه لېلیه ډول ځای کې تربیه کیدل. خو د ګارو پر عصري کلتور باندې د عیسویت تر نفوذ وروسته دغه څه رواج نه لري. د ګارو قوم عصري میندې او پلرونه خپلو اولادونو ته مساوي حقوق ورکوي.
سویل ختیځه آسیا - چام قوم
دغه قوم په کمبودیا، ویتنام او تایلند هیوادونو کې ژوند کوي. د هغوی د ژوند شیوه همداسې ده چې د کورنۍ نوم او جایداد ښځو ته انتقالیږي. نجونې د دې آزادي لري چې په خپله خوښه د میړه انتخاب وکړي. په عام ډول د نجونو میندې او پلرونه له هلک څخه د خپلې لور له پاره رشته غواړي. او واده شوي کسان عموما د خپلو میرمنو په کورنیو کې ژوند کوي.
آیا دغه دود له خطر سره مخامخ دی؟
خو د دغو ټولنو رواجونه د بدلون په حال کې دي، کوم چې د ژوند د نوو شیو او د هغوی د یو شمیر دودونو او رواجونو پر وړاندي د یو شمیر نارینه وو د مخالفت له کبله رامنځ ته شوی.