1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «اسین» غړو هیوادونو غونډه وکړه

۱۳۹۱ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

د کمبودیا په پلازمېنه کې د جنوب ختیځي اسیا د هیوادونو د ټولني سرمشریزه د سه شنبې په ورځ د «یوه ټولنه یو برخه لیک» تر شعار لاندي پیل شوه. د غونډي ګډونوال غواړي چې اروپايي اتحادیې ته ورته یوه ټولنه جوړه کړي.

https://p.dw.com/p/14Ws4
انځور: Reuters

د جنوب ختیځې اسیا د هیوادونو د ټولنې Association of Southeast Asian Nations چې ورته «اسین یا ASEAN» ورته ویل کیږي په سر مشرییزه کې د دغې ټولنې د پنځو مؤسسو هیوادونو اندونیزیا، تایلند، مالیزیا، فلیپین او سینګاپور په شمول  برونای، ویتنام، لاووس، برما او کمبودیا هم ګډون لري. د ختیځ تیمور او پاپو- نیوګونیا هیوادونو چی په اسین کې د څارونکو هیوادونو حیثیت لري په دغه سرمشرییزه کې ګډون نه دﺉ کړی.

د اسین غړي هیوادونه غواړي چې د اروپا اتحادیې ته ورته یو سازمان جوړ کړي. په همدی وجه د خپلې دې سرمشرییزې لوی شعار ئې «یوه ټولنه یو برخه لیک» ټاکلی دئ.

له دغه شعار څخه داسې ښکاري چې د جنوب ختیځې اسیا دغه ټولنه په ۱۹۶۷ کال کې د خپل تأسیس څخه را په دې خوا څومره وروسته پاته ده. هغه اوس زیار باسي چې تر ۲۰۱۵ کال پورې په پښو ودریږي او نوموړي شعار ته د عمل جامه ورواغوندي. د اسین دغه نوی اتحاد غواړي خپل منشور د اقتصاد،  سیاست، امنیت، ټولنه او کلتور پر بنسټونو باندې ودروي.

د دغه نوي اتحاد مهم هدفونه د اقتصادي همکاریو او د سوداګري د خنډونو د له مینځه وړلو له لارې د یو ګډ بازار جوړول دي. داسې یو بازار چې د اروپایي اتحاد د شینګن د ۱۹۸۵ کال تړون ته ورته وي. د سوداګری د مالونو ازاد لیږدول، پانګه اچوول، د بشری قواوو د ظرفیتونو لوړول او د سیمه ییزو اقتصادونو نزدی کول د دغې ټولنې له نورو هدفونو څخه شمیرل کیږي چې په راتلونکو کلونو کې باید ورته پام واړول شي.

د المان د صنایعو او د سوداګري د خونو په مؤسسه کې د آسیا-الکاهل د څانګې مشر بنیامین لایپولد، د دغو په زړه پورې فعالیتونو په اړه وایي: «د اسین سېمې خورا اهمیت پیدا کړی دئ او په راتلونکې کې هم له داسې یو اهمیت څخه  برخه منه ده ځکه چې د ټولې نړۍ شپږ سلنه اقتصادي وده په همدې سېمه کې لیدل کیږي.»

له بلې خوا دغه سېمه د نفوس له لحاظه هم ډیره شتمنه ده. د اسین په غړو هیوادونو کې په توله ییزه توګه ۶۲۰ ملیونه انسانان ژوند کوي. لایپولد زیاتوي: «په مختلفو بازارونو کې د سوداګرۍ ډول ډول چانسونه موجود دي. کوم محصولات چې هلته تولیدیږي په دیرو هیوادونو کې د خرڅلاو چانس لري.»

د اروپا اتحادیه هم د اسین په اقتصادي اهمیت باندې ښه خبره ده. د دغې سېمې هیوادونه د اروپا د اتحادیې د سوداګرۍ ستر شریکان دي چې وروسته له امریکایي او اروپایي هیوادونو څخه په دریمه درجه کې راځي.

خو په اوسني وخت کې چین د اسین د غړو هیوادونو بازارونه تر خپل کنترول لاندې لري.  په ۲۰۱۰ کال کې چین له دغو هیوادونو سره د آزادې سوداګرۍ تړون لاس لیک کړ. د دې تړون په پایله کې د چین سوداګري په سلو کې پنځوس لوړه شوه.

په حقیقت کې چین اوس په جنوب ختیځې اسیا کې د امريکا متحده ایالاتو ځای نیولی دئ. خو د بن په پوهنتون کې د المان د ختیځ او آسیایي چارو کار پوه راینر ورنیګ، په دې نظر دئ چې امريکا اوس په دغې سېمې کې د پوځي سیاسي حضور له پاره هلې ځلې لري.

زیمون/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش