1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اشکمش ولسوال او د سولي د شورا يوغړی ووژل سول

۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبه

د افغانستان په تخار ولایت کې د یوې بمي چاودني په ترڅ کې ددغه ولایت د اشکمش ولسوالي ولسوال، د سولي د شورا یو سیمه ییز غړی او درې تنه نور وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/15oh3
انځور: picture-alliance/dpa

افغان چارواکو ویلي دي چې پېښه د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست ۳) هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دغو چارواکو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماين باندي وخوت. سیمه ییزو چارواکو د غه وژني پړه پر طالبانو باندي اچولې ده.

د تخار ولایت یوه ویاند فیض محمد توحیدي، ویلي دي چې وژل شوي کسان د تخار ولایت مرکز ته په یوه غونډه کې د ګډون کولو له پاره راروان ول.

په پېښه کې د اشکمش ولسوال عبدالعزیز، په دې ولسوالۍ کې د سولي د عالي شورا یو غړی حاجي هاشم او درې تنه نور وژل شوي دي. د سولي عالي شورا له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو مسئولیت لري، خو کله نا کله د دغي شورا غړي د طالبانو په يرغلونو کې وژل کیږي.

د سولي د عالي شوا پخوانی مشر برهان الدین رباني، هم د طالبانو په یوه ځانمرگې حمله کې ووژل شو.

په افغانستان کې د ملگرو ملتو دفتر یوناما، پخپل وروستي رپوټ کې ویلي دي چې په دغه هیواد کې ملکي تلفات د تیر کال په پرتله لږ شوي دي خو د طالبانو له خوا د هدفي وژنو کچه ۵۵ سلنه لوړه شوې ده.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې یوه ورځ پخوا د یکشنبې په ورځ هم د لغمان په ولایت کې په یوې ورته پېښه کې د عليشنگ ولسوال، د هغه یو تن ساتونکی او یو تن سیمه ییز مشر ووژل شول.

د دغو چارواکو موټر هغه وخت د سړک د غاړې پر یوه ماین باندي وخوت، چې ولسوال سهار وختي د خپل دفتر پر لور روان وو. د لغمان ولایت چارواکو ویلي دي چې په پېښه یو بل سړی هم ټپي شوی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل