1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اعتياد څخه ژغورنه يو بشري حق دی

۱۳۹۰ فروردین ۲۵, پنجشنبه

د هغو څېړنو پراساس چي تر اوسه تر سره سوي دي، په افغانستان کي څه دپاسه يو ميليون انسانان په مخدره موادو اخته دي. همدارنګه د هغو کسانو شمېر هم لوړ دی چي د پيچکاريو د لاري نشه يي مواد اخلي.

https://p.dw.com/p/RHlh
ميتودين تر ټولو د مخه هغو مريضانو ته ورکول کيږي چي په هيروينو اخته دي.
ميتودين تر ټولو د مخه هغو مريضانو ته ورکول کيږي چي په هيروينو اخته دي.انځور: DW/Hoshang Hashimi

د پيچکارۍ د لاري د مخدره موادو اخيستل سړي ته نور مرضونه لکه د سږي التهاب يا هيپاتيت او ايډز مرضونه هم پيدا کوي. يعني د پيچکارۍ د ستنو د لاري دغه مرضونه ديوه شخص څخه بل ته انتقاليږي.

هغه درملني چي تر اوسه د مخدره موادو د زهرياتو په له منځه وړلو کي ترسره کيږي ، هم د ډېر وخت دپاره تأثير نه کوي او مريضان بېرته په دغو موادو اخته کيږي.

نوي درملني بيا د ميتودين په وسيله کيږي. ميتودين د ډوډۍ سره يو ځای خوړل کيږي. دغه دوا د خارج څخه راځي او مصرف يې نړيوال بانک ورکوي. هغو ډاکټرانو چي دغه دوا تطبيق کړې او هم هغه ناروغانو چي دغه دوا اخيستې ده ، دهغې د تأثيراتو څخه ډېر راضي ښکاري.

خو په دې وروستيو کي ددغې دوا په واسطه درملنه نه کيږي، نو ددې امکان رامنځته سوی چي معتادين هم نه سي کولای په ټولنه کي ادغام سي. دا په داسي حال کي چي د روغتيا حق ، که هغه دماغي وي او که فزيکي، يو بشري حق دی.

ميتودين تر ټولو د مخه هغو مريضانو ته ورکول کيږي چي په هيروينو اخته دي، يعني هغوی ته دا امکان ورکوي چي هيرويين کم کړي. دغه ډول درملنه په افغانستان کي ډېره بريالۍ ده. هم افغاني ډاکټرانو او هم هغو بين المللي سازمانونو چي د مخدره موادو او ايدز د مرض په مقابل کي مبارزه کوي، د هغې مؤثريت تصديق کړی دی.

د « ميديسينز دوموند » د سازمان څخه ډاکټر زمری امين چي دغه پروګرام پر مخ بيايي د «آي پي اس »په نامه تحقيقاتي نهاد ته وويل چي: « په داسي يوه هيواد لکه افغانستان کي چي نور امکانات لکه اجتماعي مرستندويان او يا رواني مشاوران وجود نه لري نو د ميتودينو په وسيله د معتادينو تداوي ډېر د قناعت وړ وه.»

ډاکټر امين زياته کړه « په افغانستان کي په مخدره موادو د اخته کسانو شمېر ورځ په ورځ ډېريږي. د صحي مراقبتونو د کاروونکو په شمول هغه سازمانونه چي ددغه خطر د کمېدو دپاره هڅه کوي او همدارنګه د حکومت په چوکاټ کي روغتيايي څانګي دا خبره مني چي د مخدره موادو د کموالي په برخه کي بايد يو جامع پروګرام په لاره واچول سي.

په دې برخه کي داسي دوا ګاني هم شاملي دي چي په خپله د ترياکو يا مورفينو څخه جوړي سوي دي. يعني دغه ډول دواوي د معتادينو د درملني د ملا تير يا شمزۍ جوړوي.»

ډاکټر امين په دې نظر دی چي « سره له دې چي په دې برخه کي ځيني خنډونه موجود دي خو بيا هم د ميتودينو دلاري د معتادينو د درملني څخه راضي ښکاري.»

د هغو څېړنو له مخه چي د مخدره موادو او جرايمو پر ضد بين المللي ادارې تېر کال د جون پر۲۱ مه تر سره کړي دي ، په افغانستان کي د يو ميليونو په شاوخواکي انسانان چي سنونه يې د ۱۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ دي ، په مخدره موادو اخته دي.

ډاکټر امين وايي چي تر ټولو زيات معتادين په (هيرويينو) اخته دي. دی وايي چي په ۲۰۰۵ کال کي ۵۰ زره انسانان په افغانستان کي په هيرويينو اخته سوي ول. په داسي حال کي چي په ۲۰۰۹ کال کي دغه شمېر ۱۲۰ ته لوړ سو.

په افغانستان کي صحي کارکوونکي چي ددغي تجربې سره سروکار لري وايي : هغه بيماران چي د ميتودينو په وسيله تداوي سوي دي د هغو پيش آمد د خپلو کورنيو په مقابل کي ډېر ښه سوی دی. فاميلونه هم د هغوئ په صحي وضعي کي ښه والی ويني.

دوی ويني چي دغه کسان بېرته جامعې ته ورداخليږي. دغه کسان پر ځان باندي اعتماد پيدا کوي او ددوی د ژوند په نورو برخو کي هم مثبت تغير راځي.

د مياشتو راهيسي د ميتودينو په واردولو کي مشکلات موجود وه. نو له دې کبله د هغو مريضانو دپاره چي بايد د ميتودينو په واسطه تداوي سوي وای ، دغه مواد ډېر کم سول. خو اوس دمخدره موادو سره د مبارزې وزارت غواړي دغه تجربه بيا تکرار کړي ځکه چي مؤظفو ډاکټرانو دغه درملنه مثبته ارزيابي کړې ده.

آژانسونه/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل