1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اعدام د جذا پرضد نړيواله ورځ

حسن »بری«۱۳۸۴ آبان ۳, سه‌شنبه

تيره دوشنبه، د تلی د مياشتی ١٨ نيټه چی د روان ميلادی کال د اکټوبر د مياشتی له ١٠ نيټې سره برابره وه، د اعدام د جزاپرضد نړيواله ورځ وه. افغانستان هم د نړۍ د هغو ٧٥ هيوادونوپه ډله کی شميرل کيږی، کوم چی تراوسه لا پخپلوقوانينوکی د اعدام جزا لری.

https://p.dw.com/p/DMs1
انځور: AP
خو ددغو ٧٥ هيوادونوله ډلې نه، د چين د خلکوجمهوريت هغه هيواددی چی ترټولوډير اعدامونه سرته پکښی رسيږی. ځکه نو، تيره يکشنبه، د بشرد حقوقو د نړيوالې ټولنې، امنستی انټرنيشنل، د آلمان د فدرالی جمهوريت څانگې، په برلين کی، د چين د خلکو د جمهوريت د سفارت مخی ته د يوه عمل په ترڅ کی، په چين او ټولې نړۍ کی د دولتی اعدامونو د پايته رسيدو غوښتنه وکړه.