1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اعدام سزا په له منځه تلو کې پرمختگ شوی»

مسعود جهش (AFP, AP)۱۳۹۲ فروردین ۲۱, چهارشنبه

د بخښني نړیوال سازمان په خپل تازه رپوټ کې خوشبیني څرگنده کړې ده چې نړۍ د اعدام سزا د له منځه وړلو پر خوا روانه ده. د رپوټ په حواله په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان په گډون د نړۍ په ۲۱ هیوادونو کې ۶۸۲ کسان اعدام شوي دي.

https://p.dw.com/p/18CrD
انځور: picture-alliance/dpa

د بخښني نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې د خپل کلني رپوټ په اړه وویل: «د ۲۰۱۲ کال شمیرې ښيي چې په نړۍ کې د اعدام سزا د له منځه تلو په حال کې ده. په دې کال کې په نړۍ کې یوازي له لسو هيوادو څخه یوه يې خپلو وگړو ته د اعدام سزا ورکړې ده.»

د رپوټ په حواله په ۲۰۱۲ کال کې په ټوله نړۍ کې نزدې ۶۸۲ کسان اعدام شوي دي. دا د ۲۰۱۱ کال په پرتله د دوو کسانو ډیروالي ښيي. په دې کال کې همداراز په ۵۸ هیوادونو کې ‍۱۷۲۲ کسانو ته د اعدام سزا اورول شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۱ کال کې بیا په ۶۳ هیوادونو کې ۱۹۲۳ کسان د اعدام په سزا محکوم شوي ول.

د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې د افغانستان په شمول په ۲۰۱۲ کال کې په ۲۱ هیوادونو کې وگړي اعدام شوي دي. په ۲۰۱۱ کال کې هم همدومره هیوادونو خپل وگړي اعدام کړي ول. خو په ۲۰۰۳ کال کې د هغو هیوادونو شمیر چې پکښې وگړي اعدامیدل ۲۸ ته رسیده.

د ۲۰۱۲ کال په رپوټ کې د تل په شان، د چین دعدامونو شمیر نه دی شامل شوې. دغه هیواد تل د هغو کسانو شمیر نه اعلانوي چې په یوه کال کې اعدام شوي وي. ویل کیږي چې چین هر کال په زرهاو کسان اعداموي.

په افغانستان کې ۱۴ کسان اعدام شوي دي

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې ویلي دي چې په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې د ۳۰ کسانو د اعدامیدو امرونه افغان ولسمشر ته د تائید له پاره استول شوي دي. رپوټ زیاته کړې ده چې په دې کال کې افغان حکومت ۱۴ کسان اعدام کړي دي. د رپورټ په حواله په افغانستان کې د نومبر میاشتې پر ۲۰ نېټه اته کسان او ۲۱ نیټه شپږ کسان اعدام شوي دي.

رپوت زیاته کړې ده چې په افغانستان کې اعدام شوي کسان د جنسي تیري، قتل، خیانت او برمته کوونې په تورو اعدام شوي دي. د ۲۰۱۲ کال په پای کې هم شاوخوا ۲۵۰ تنه افغانان چې د اعدام په سزا محکوم دي، د جزا پلي کیدو ته په تمه ول.

په عراق کې وضعه خواشینوونکې ده

د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې په عراق کې د اعدامونو کچه د تیر کال په پرتله ډیره لوړه شوې ده. د دې رپوټ په حواله په ۲۰۱۲ کال کې په دې هیواد کې ۱۲۹ کسان اعدام شوي دي چې دغه شمیره د ۲۰۱۱ کال په پرتله دوه برابره لوړه زياته ده.

نور اسیایي هیوادونه

ایران په رسمي توگه د ۳۱۴ کسانو اعدامیدل منلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې د اعدامونو اصلي کچه تر دې ډیره لوړه ده.

هندوستان، پاکستان او جاپان هم په ۲۰۱۲ کال کې تر یوې مودې وروسته بیا یو شمیر کسان اعدام کړي دي. د بخښنې نړیوال سازمان مشر سلیل شیټي، ویلي دي: «دا چې په یو شمیر هیوادونو کې یو ځل بیا د اعدام سزا عملي شوې ده یوه خواشینوونکې خبره ده، خو دا په ټوله نړۍ کې د اعدام سزا کمیدل، له گواښ سره نه مخامخوي. د نړۍ په ډیر شمیر هیوادونو کې اوس اعدامونه نه عملي کيږي.»

په نړۍ کې د پلي شویو اعدامونو کچه. دغه شمیرې په انگلیسي ژبه لیکل شوي دي.
په نړۍ کې د پلي شویو اعدامونو کچه. دغه شمیرې په انگلیسي ژبه لیکل شوي دي.

د بخښني نړیوال سازمان وروستی رپوټ ښيي چې په نړۍ کې یوازې څو هیوادونه د اعدام سزا عملي کوي. رپوټ ویلي دي چې اوس په دې اړه هم یو بل گام اخیستل شوی دی چې په ټوله نړۍ کې د اعدام سزا له منځه ولاړ شي.

امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۲ کال کې ۴۳ کسان اعدام کړي دي. دغه شمیره په ۲۰۱۱ کال کې هم همدومره وه. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا په نهو ایالتونو کې د اعدام سزا عملي شوې ده خو دغه شمیر بیا په ۲۰۱۱ کال کې ۱۳ وو.

د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې اوس په نړۍ کې د اعدام میتودونه غړغړه کول، سر پرې کول، په مرمیو وشتل او پیچکاري کول دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب