1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اعدام پر ضد نړيوال کانګريس

۱۳۸۸ اسفند ۵, چهارشنبه

د «اعدام پر ضد د نړيوال څلورم کانګرس» لپاره چې له 2001 زيږديز کاله څخه جوړيږي، د چارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د 192 غړو هيوادونو څخه د څه دپاسه د سلو هيوادونو له زرونه زيات د بشری حقونو فعالين راغونډ شول...

https://p.dw.com/p/M9im
د اعدام پر ضد د نړيوال کانګريس پوسټر
د اعدام پر ضد د نړيوال کانګريس پوسټر

له څه د پاسه 200 کلونو نه راپديخوا ايټاليا د اعدام د له منځه وړلو د غورځنګ مخکښه ده. د ايټاليا سفيره لاورا ميراچيان د کنفرانس په مناسبت يادونه کوی:

« په ايټاليا کې د اعدام سزا ليری کول يو لرغونی دود لری او په کلتور کې يې ژورې ريښې غزولی دی. دا دريځ تر 18 پيړۍ پورې رسيږی. توسکانا د ايټاليا لومړنی ښار وو چې د جګړې په مهال يې په کال 1786 کې د اعدام سزا له منځه يووړه.»

نوې مډرنې ايټاليې بيا دغه ګام په 1948 زيږديز کال کې پورته کړ. په همدغه کال د ملګرو ملتونو عمومی غونډې د « بشری حقونو په عمومی اعلاميې» سره د اعدام د سزا پرضد مبارزه کې د مدنی حقونو لومړنی بنسټ کيښود. که څه هم چې دا په بشری حقونو کې لا په ټينګار سره نه دی په ګوته شوی. خو د اعلاميې دريمه ماده د ژوند حق تضمينوی او غوښتنه کوی چې هيڅوک اجازه نه لری چې غير انسانی او تحقيروونکې سزا ورکړی. د اعلاميې له صادرولو نه په شلو وروسته کلونو کې يوازې په 1949 کال کې نوي جوړ شوي آلمان د اعدام له سزا څخه ډډه وکړه. په 1966 زيږديز کال کې د مدنی او سياسی حقونو په هکله د بشری حقونو د اعلاميې په بنسټ د ملګرو ملتونو په جوړ شوي پکت کې له ټولو غړو هيوادونو څخه په ټينګار غوښتنه وشوه چې د اعدام سزا له منځه يوسی او يا يې لږ تر لږه د ځانګړو سختو جنايتونو په وړاندې ورکړی.

دا لږ تر لږه د خبرو له لارې يو پيل وو، ځکه څرنګه چې ماريو موراڅيتی په ياد راوړی، د اعدام سزا تر هغه وخته پورې د نړی په تاريخ کې بې له پوښتنې يو نړيوال نورم وو. موراڅيتی په ايټاليا کې د هغې مذهبې ټولنې وياند دی چې له کلونو راهيسې د اعدام د سزا په وړاندې په مبارزه کې فعاله ده. دﺉ وايې چې په 1966 کال کې چې کله د ملګرو ملتونو پکت جوړ شو، هم لومړی ډير لږ بدلون رامنځته شو:

« تر اويايمو کلونو پورې يوازې 23 هيوادونو د اعدام سزا ليرې کړه.»

خو له 1980 کال راپديخوا د ملګرو ملتونو په 192 غړو هيوادونو کې د اعدام د سزا د ليرې کولو يو څرګند تمايل ليدل کيږی.

«د تيرو ديرشو کلونو په ترڅ کې په ناڅاپه توګه يو بدلون رامنځته شو. اروپا د اعدام له سزا څخه خلاصه د نړۍ لومړۍ وچه شوه.»

د ايټاليې په هڅونه اروپايي هيوادونو هم هڅه وکړه چې د اعدام د سزا له منځه وړل نړيوال نورم وګرځوی - لومړی په ژنيف کې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د کميسيون له لارې او بيا په نيويارک کې د عمومی غونډې له لارې. په نيويارک کې اروپاييان په 1998 کال کې نه يوازې د دوو سترو قوتونو د امريکې د متحدو ايالتونو او چين د مخې ته دريدو له لارې له ناکامۍ سره مخامخ شول، بلکې دډيرو هغو افريقايي او آسيايې هيوادونو چې مخکې د اروپا مستعمرې وې نه غوښتنو دغه ناکامی رامنځته کړه.

خو په 2007 کال د ملګرو ملتونو عمومی غونډې د لومړي ځل لپاره د اعدام د سزا د له منځه وړلو يو پريکړه ليک تصويب کړ. د دې وخت په ترڅ کې 141 هيوادونو له خپلو اساسی قوانينو نه د اعدام سزا ليرې کړيده.

په ژنيف کې د نړيوال کانګرس موخه داده چې پاتې 51 هيوادونه هم په خپلو هيوادونو کې د اعدام سزا له منځه يوسی.

Zumach, Andreas/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل