1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افريقاد کنفرانس نتايج

۱۳۸۷ آبان ۲۰, دوشنبه

په ابوجا کي د افريقا په سرمشريزه کي اصلي موضوعګاني بيا هم د هغو ممانعتو او مشکلاتو پر سر وې

https://p.dw.com/p/Fqm5
دجرمني جمهوررييس هورست کيولر د افريقا د سرمشريزي پر وخت په افريقا کي
دجرمني جمهوررييس هورست کيولر د افريقا د سرمشريزي پر وخت په افريقا کيانځور: picture-alliance/ dpa

چه هميشه د افريقا او اروپا تر منځ په مناسباتو کي رامنځته کيږي . که دغه غونډي او سرمشريزي په هره سطحه هم وي ،خو بيا هم ددوی تر منځ د اقليم پر تغير او يوه تجارتي عادلانه نظم باندي بحث رامنځته کيږي . پر يوه موضوع باندي ددغي وروستۍ غونډي ټول غړي سره متفق وه ، او هغه داچه په اوسني اقتصادي بين امللي بحران کي به بيا هم افريقا ډيره قرباني سي،چه که څه هم افريقا ددغه بحران په رامنځته کولو کي ډير رول ندی بازي کړی .

د جرمني جمهوررييس هورست کيولر چه په دغه سرمشريزه کي يې برخه

اخيستې وه ، پدې باب وويل :

« په اوسني بحران کي يو لوی چانس هم موجود دی . بحران د صنعتي هيوادو څخه رامنځته سوی دی ، چه تر ټولو ډير دلته احساسيږي . صنعتي هيوادونه د خپلو اشتباګانو په کولو سره پدې پوه سول ،چه دوی هم د مشکلاتو او بحرانو سره مخامخ کيدای سي . صنعتي هيوادونه اوس بايد ددغه بحران څخه ډير زده کي ، چه يوازي اقتصادی ګټي مهمي ندي . اوس هغه وخت رار سيدلی دی ،چه موږ هغه د يوې ګډي انساني وظيفې په حيث درک کو ، او په هغه باندي ځانونه مکلف وبولو .اوس بايد د بين امللي اقتصاد دپاره د يوه نوي نظم د چوکاټ د جوړولو په باب فکر وسي ، چه سرمايه د انسانانو د خدمت دپاره پکار ولويږي ، او نه د هغو د غلاميدو دپاره . هغه بايد د غربت د مخنيوي او د اقليم د تغير سره د مبارزې په خاطر په کار ولويږي . او زه هيله لرم چه د راتلونکي اونۍ د واشنګټن په اقتصادی بين امللي سرمشريزه کښي به په دغه اړه يو څه وسي . »

د افريقادسرمشريزي ډير غړي د واشنګټن د اقتصادی بين امللي سرمشريزي څخه ډيره اميدواري لري ،او هغه په دغه لار کي يو امتحاني شکل بولي ،ځکه چه اوسنی بين امللي اقتصادی بحران به د افريقا پرمختګ چه بيله هغه هم د خنډونو سره مخامخ دی ، د رکود سره مخامخ کي .

ددغه اقتصادی بحران په نتيجه کي کيدای سي چه هغه پيسې چه په افريقا کي د افريقايي مهاجرينو د پاته کيدو دپاره پکار لويږي ،کمي سي او مهاجرين به په ډيره پيمانه صنعتي هيوادو ته مهاجر سي .

يوه بله موضوع چه په دغه سرمشريزه کي ورباندي خبري وسوې ، هغه دکانګو پر امنيتي حالت باندي وه . دکنفرانس ټولو غړو غوښتل چي د کانګو په شرق کي يوه دوامداره سوله رامنځته سي او په دغه لار کي د کانګو همسايه هیوادونه هم بايد رول بازي کي .

ځکه نو کيولر نه يوازي د اروپايي او صنعتي هيوادو څخه د افريقا په مقابل کي ددوامداره مسؤليت او غمخوارۍ غوښتنه وکړه ، بلکه د افريقايی هيوادو څخه يې د ګډ کار او سولي غوښتنه هم وکړه .