1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانانو اجباري اخراج نه منو»

حسين سيرت۱۳۹۴ آبان ۲۵, دوشنبه

د افغانستان ولسي جرگې د دوشنبې په ورځ د مهاجرو او بهرنيو چارو وزیران په اروپا کي د مهاجرو په هکله استجواب کړل. دواړو وزیرانو ټینگار وکړ، چي هغه مهاجر چي له اروپا څخه په زور ایستل کیږي، دوی به یې قبول نه کړي.

https://p.dw.com/p/1H6en
Afghanistan Außenministerium Konferenz Flüchtlinge
انځور: MFA

دغو دواړو وزیرانو وویل، چي افغانستان یوازي د هغو مهاجرو د بیرته راتگ سره موافقه لري چي په خپله خوښه اروپايي هيوادونه پرېږدي. د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدین رباني او کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سیدحسن عالمي بلخي، د دوشنبې په ورځ د ولسي جرگې عمومي غونډي ته استجواب سول او د مهاجرو په هکله یې د وکیلانو پوښتنو ته جوابونه وویل.

د بهرنيو چارو وزیر وویل چي جگړه، بې امني او غربت د افغانانو د مهاجرت اصلي دلایل دي. هغه زیاته کړه چي د جرمني له خوا د مهاجرو د قبلیدو اعلان د دې سبب سو چي په زرونو افغانان د مهاجرت لار ونیسي او اروپا ته ولاړ سي.

د کډوالو وزیر بيا وويل چي له افغانستان څخه د ځوانانو د تیښتي د مخنیوي په خاطر ددغه وزارت تبلیغاتي فعالیتونه پیل سوي دي: «د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له افغانستان څخه د ځوانانو د تیښتي مخنیوي په خاطر پراخ تبلیغات پيل کړي دي.»

دواړو وزیرانو همدارانگه وویل، چي هڅه کوي له اروپايي دولتونو سره د خبرو له لاري په جرمني او نورو اروپايي هيوادونو کي د باعزته ژوندانه زمینه برابره کړي.

بلخي له جرمني څخه د افغان مهاجرو د اخراج په باب وویل: «همدا اوس جرمني منلې ده، چي مهاجر اخراج نه کړي او په دې اړه زموږ سره خبري وکړي.»

بلخي زیاته کړه، چي د کډوالو له حقوقو څخه د دفاع په خاطر یې تر اوسه پوري د نړۍ له مختلفو هیوادو سره ۱۰۳ واره خبري کړي دي چي په نتیجه کي به یې افغان مهاجر د لږ تر لږه درو کلونو له پاره په اجباري ډول اخراج نه سي.

په همدې حال کي د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدين رباني وویل چي افغانستان په اوس وخت کي په اروپايي هيوادونو کي ۱۴۶ زره کډوال لري او له هغې جملې څخه یې ۸۰ زره په جرمني کي دي.

تر دې د مخه افغانستان له ځينو اروپايي هيوادونو سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي، چي پر اساس یې دغه هيوادونه کولای سي افغانان اخراج کړي. رباني وویل چي پر دغو تفاهم لیکونه بايد له سره غور وسي.

دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي د جرمني سفارت د مهاجرت په اړه په کابل او نورو غټو ښارونو کي یو لوی کمپاین پيل کړی دی. په دغه کمپاین کي افغانانو ته د مهاجرت د خطرونو او همداراز په جرمني کي د پناه غوښتني د نه منلو په باب معلومات ورکول کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب