1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانانو بشري حقونه له ګواښ سره مخامخ دي»

سید ریاض (د رویترز خبري آژانس)۱۳۹۱ بهمن ۱۳, جمعه

د بشري حقونو د څار ادارې په خپل نوي کلني رپوټ کې ویلي دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اوس هم ښه نه دی او ښایې له دغه هیواد څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته دغه وضعیت لا پسې خراب شي.

https://p.dw.com/p/17We1
انځور: AFP/Getty Images

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا Human Rights Watch دغه کلنی رپوټ د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۱۳م کال د جنوري میاشتې ۳۱ نیټه» خپور کړی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې په تیرو یوولسو کلونو کې نړیواله ټولنه له جگړې څخه ستومانه شوې او دا د دې لامل شوې چې پر ولسمشر حامد کرزي باندې دا فشارونه کم شي چې د جنگسالارانو، اختلاس گرو سیاستوالانو او د بشري حقونو د سرغړونکو نقش محدود کړي.

د نوموړي سازمان د آسیا څانگې مشر براد آدمز ( (Brad Adamsویلي دي: «په افغانستان کې د بشري حقونو د راتلونکې په اړه ژور شکونه موجود دي.» هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «اختلاس، د قانون د حاکمیت کموالی، ضعیفه حکومتوالي او هغه سیاستونه چې له واک څخه د ناوړه استفادې زمینه برابروي، د ټولنې د ضعیفو وگړو د حقوقو د پامال کیدو لامل کیږي.»

د رپوټ په حواله داسې اټکل کیږي چې د هغو کسانو ژوند، چې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کیدو له گواښ سره مخامخ دی، به هغه وخت لا پسې خراب شي چې بهرني ځواکونه په تدریجي ډول د ۲۰۱۴م کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي.

دغه رپوټ د ملگرو ملتونو هغه انديښنې چې د جنوري په میاشت کې یې د یوه رپوټ په ترڅ کې څرګندې کړې وې تکراروي، چې د نړیوالې ټولنې پر اوسنې پاملرنې سربیره هم د پولیسو او استخباراتي کړیو له لوري د افغانانو ربړونه او شکنجه ادامه لري.

دغه رپوټ په ځانگړې توگه د میرمنو خرابه وضعیت په گوته کوي او وایي چې هغوی تر ۲۰۰۱ کال وروسته د زده کړې، رایې ورکونې او کار په برخه کې د خپلو لاس ته راوړنو د له لاسه ورکولو په حال کې دي.

د بشري حقونو د څار ادارې په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۰۹ کال کې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه کوم قانون تصویب شوی دی، په ډیرو مواردو کې نه دی پلي شوی. په رپوت کې زیاته شوې ده چې په ۲۰۱۲ کال کې د ښځو پر وړاندې په بریدونو کې په خواشینوونکي توگه ډیروالی راغلی دی.