1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانانو په بې ګناه وژنه بايد د نړیوالو ضمیرونه را ويښ سي

۱۳۹۰ فروردین ۱۰, چهارشنبه

د افغانستان جمهور رييس حامد کرزي د چهارشنبی په ورځ د لومړی ځل لپاره د هغه «زړه ازارونکو» عکسونو چي د امريکايي ځواکونو لخوا په قصدي ډول بې ګناه ملکي افغانان وژل سوي وو خبري وکړې.

https://p.dw.com/p/RDzF
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

حامد کرزي وويل چي د امريکايي عسکرو په لاس د افغانانو وژنه ډيره زورونکې او د امريکا د خلکو دپاره د خطر زنګ دی. هغه وويل چي اوس ضروري ده چي د نړيوالو ضمير په دې اړه رابيداره سي.

د دير شپيګل الماني مجلې او د رولنګ سټون امريکايي مجلي د امريکايي ځواکونو « د وژنکي ډلي» لخوا د بې ګناه ملکي وګړو د وژني عکسونه خپاره کړي ول. په دغه عکسونو کي د امريکايي ځواکونو لخوا چي د وژل سوو کسانو جسدونو ته سپکاوی سوی، ښودل سوي.

حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ وويل چي ددغه پيښي مکمل راپور او عکسونه يې وليدل چي « ډير نا اميده کوونکي او زورونکي دي» هغه زياته کړه چي تيره شپه مي ټول راپور چي ۹ مخه وو ولوست، دغه پيښه ډيره زورونکې وه. خداي دي دوی ته جزا ورکړي.

هغه وويل « دې پيښي ته په کتو سره نه غواړم دا يو ځل بيا وغندم، خو دا اړينه بولم چي په دې اړه د نړيوالو ضميرونه را ويښ سي»

د رولنګ سټون د مجلې د راپور له مخه د تير کال په اوايلو کي دغه امريکايي ځواکونه د کندهار په ولايت کي ميشت ول، يو تنکي ځوان او بل نفر وژني او بيا داسي ښکاره کوي چي دغه دواړه نفر يې د ځان څخه ددفاع په وخت وژلي.

تيره اونۍ په امريکا کي يوې نظامي محکمې ددغوعسکرو څخه يو تن د ۲۴ کالو په بند محکوم کړ. دغه عسکر محکمې ته د اقرار په وخت ويلي چي د خپلو نورو څلورو ملګرو پر خلاف به شاهدي ورکړي.

حامد کرزي وويل« د امريکا خلک د افغانستان د خلکو په شان ښه خلک دي.هغوی مهربانه دي بې رحمه نه دي.» هغه زياته کړه « ددې په واسطه غواړم خپل ږغ د امريکا عادي خلکو ته ورسوم، چي ستاسو په نوم زموږ ۱۵ کلن ځوانان او زاړه د خپلو کورنيو په وړاندي په ډيره بې رحمي سره وژل کيږي».

اژانسونه/ سید ریاض

کتوونکی/ نجیب الله زیارمل