د افغانانو په شړلو کي ايران څه هدف لري؟
۱۳۹۱ آذر ۱۳, دوشنبهدا کار نه يوازي د بېرته ستنو شويو کډوالو د نارضايتۍ سبب سوی، لکي د افغان حکومت د نارضايتۍ سبب هم ګرځېدلی دی. د می په مياشت کې ايران ګواښ کړی وو، چې افغان کډوال او افغان کارګران به په هغه صورت کي له ايرانه وايستل شي چې افغانستان له متحده ايالاتو سره يو ستراتژيک امنيتي تړون لاسليک کړي.
د افغانستان د کډوالو د چارو مرستيال عبدالصمد حامي په دې اړه وايي: «افغان کډوال او پناغوښتونکي د ايران او متحده ايالاتو تر منځ د سياسي لوبو ښکار ګرځي.»
دا په داسې حال کې ده، هغه کډوال چې له سرحد څخه د اوښتلو په موخه قاچاقبرانو ته ۷۰۰ ډالره ورکوي، اکثره نه پوهيږي چې هغوی دي په يوه ستراتيژيکه لوبه کې ښکېل شوي وي.
په هرات کي د ملگرو متلونو د دفتر مخي ته له ايرانه د راشړل سوو ولاړو مهاجرينو له ډلي څخه يو تن چي خپل ځان يې د رويترز خبري آژانس ته غوث معرفي کړی دی، ويلي دي، چي له دې وروسته د ده ژوند په اصطلاح پای ته رسېدلی دی.
اوس تقريباً يو نيم ميليون کډوال کارگر په ايران کې پاته دي چې په سلګونو تنه يې هره ورځ شړل کيږي. سربېره پر دې تقريباً يو ميليون افغانانو ته د دې اجازه ورکړل شوې ده چې په ايران کې ژوند وکړي.
ډېرو افغان کډوالو د تېرو څو لسيزو په ترڅ کې ايران خپل دوهم ټاټوبی بللی دی. نهه ميليونه افغانان، چې د افغانستان د ټول نفوس درېمه برخه تشکيلوي، د دغو لسيزو په اوږدو کې له افغانستان څخه پاکستان او ايران ته پناه وړې ده.
ايران وايي چې کارګر کډوال يې کورني امنيت ته ګواښ پېښوي او په داسې حال کې چې د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې خپل نقش کموي، ګاونډي هېوادونه يې د زياتولو هڅې کوي.
هغوی د خپل راتلونکي نقش پر سر سيالي شروع کړې ده. ايران د افغانستان د رسنيو د درېمې برخي ملاتړ کوي او ښوونځی او کلينيکونه هم جوړوي. افغان چارواکي وايي چې دا کار د خپل نفوذ د ډېرېدو په غرض کوي.
د ايران اقتصادي نفوذ په تېره بيا په هرات کې محسوسيږي، چې د سرحد په اوږدو کې د افغانستان او ايران تر منځ له سوداگرۍ څخه ګټه اخلي. ايرانيان افغان کډوالو ته ډېر وخت شاقه کارونه ورکوي لکه د ودانيو د جوړولو په برخه کې مزدوري.
دا چې د ايران پولي واحد ريال خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی دی، نو هغوی ته د کار په بدل کې ترياک ورکول کيږي چې دا په مخدره موادو د هغوی د اخته کېدو باعث ګرځي.
د هرات د زندانونو مشر جنرال شاه مير وايي چې د هغو کډوالو شمېر پر ډېرېدو دی چې په مخدره موادو اخته شوي دي. روغتيايي کارکوونکي اټکل کوي چې يو ميليون افغانان به په ترياکو يا هېروينو روږد وي چې دا د لويانو په منځ کې د ټول نفوس په کچه اته سلنه کيږي. افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زيات ترياک هم توليدوي.
غوث يو له هغو تقريباً دوو لکو افغان کډوالو څخه دی چې په ايران کې راجستر شوي نه ول او له جنوريه د سپتمبره تر مياشتي پوري له ايرانه وايستل شول. د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په خبره د تېر کال په پرتله د ايستل شويو افغان کډوال په شمېرو کې ۲۹ سلنه زياتوالی راغلی دی.
Reuters/محمد نسم صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل