1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان اسلامي علما د مرستنديو ټولنو د لا زيات کنترول غوښتنه کړی ده

۱۳۸۶ دی ۱۷, دوشنبه

کابل: په افغانستان کې د عالمانو شورا د هېواد مشر حامد کرزی څخه د مرستنديو ټولنو د د څارنې او کنترول غوښتنه کړی ده.

https://p.dw.com/p/DK7S
انځور: AP

دوی داسی موسسې هم نومولی دی، چې افغانان مسيحت ته رابولی او هغوی ته د هېواد څخه د باندې د تگ وعده ورکوی. دوی وايي چې دغه کار د شرعیت ضد کار دی.

په افغانستان کې د عالمانو شورا کوم قانوني صلاحيت نلری خو په دغه اسلامي هېواد کې د دوی خبره ډير تاثير لري.

دغه شورا د کرزی سره په يوه غونډه کې غوښتی دی، چې د طالبانو د وخت په شان دی، اوس هم اعدامونه په عامه ځايونو کې تر سره شی.