1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان امنيتي حالت ته په کتو سره به الماني عسکرو هلته وي

۱۳۹۱ آذر ۹, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16sWT

د آلمان په مرکزي شورا بندستاگ کي د پوځي چارو مسئول Hellmut Königshaus ويلي دي چي په افغانستان کي د الماني عسکرو د شمېر پلان سوې کمېدنه ښايي د پر شاتگونو سره مل وي. هغه له Passauer Neuen Presse آلمانۍ ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي، چي څوک بايد دا له پامه ونه غورځوي چي په افغانستان کي امنيتي وضعه هغسي نه ده لکه اړتيا چي ورته ده. د نوموړي په وينا که وضعه همداسي پاته سي نو بايد د افغانستان څخه د آلماني عسکرو د را ايستلو د پروسې چټکتيا کم کړل سي. Königshaus زياته کړې ده چي يوازي هغه وخت بايد په افغانستان کي د الماني عسکرو شمېر کم کړل سي، چي د افغانستان امنيتي وضعه د دې اجازه ورکړي. د هغه په وينا د عسکرو د شمېر کمولو پرېکړه بايد پر پاتو آلماني عسکرو منفي اغېزې ونه لري. له دې څخه يوه ورځ تر مخه د المان کابينې پرېکړه کړې وه، چي په افغانستان کي به د خپلو تقريباً ۴۶۰۰ عسکرو شمېر تر ۲۰۱۴ مېلادي کال پوري ۳۳۰۰ ته راکښته کړي. پلان سوې ده چي په ۲۰۱۴ مېلادي کال کي له افغانستانه ټول بهرني جنگي عسکر وايستل سي. خو يو شمېر بهرني عسکر به په دغه هيواد کي د کورني امنيتي ځواکونو د روزنې په موخه تر ۲۰۱۴کال وروسته هم پاته سي.