1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان امن په اقتصادي پراختیا کې رانغښتی دی»

خليل الرحمن اُميد / کابل۱۳۹۲ اسفند ۴, یکشنبه

د منځنۍ اسیا د پوهنتون مشر په کابل کي د منځنیو او وړو سوداګریو له پاره په جوړ شوي سمپوزیم کې وويل چي د افغانستان لپاره د ښه اقتصاد لومړی شرط امن دی.

https://p.dw.com/p/1BE7k
انځور: AP

د منځنۍ اسیا د پوهنتون مشر، ډاکټر بودان کراوچینکو پدغه سمپوزيم کي وويل چي د دې لپاره بايد کار وسي چي دسیمې هیوادونه د افغانستان وړو او منځنیو سوداګریو ته پراختیا ورکړي.

په ورته وخت کې د وړو او منځنیو سوداګریو رئیس ویلي دي چې تر دې دمه د افغانستان منځنیو او کوچنیو سوداګریو ته پام نه وو شوی چې له همدې کبله یې د منځنۍ اسیا د ځینو هیوادونو سره دا غونډه جوړه کړې ده.

د منځنۍ اسیا پنځو هیوادونو د یکشنبې په ورځ د افغانستان د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د پراختیا له پاره دغه سمپوزیم یا علمي غونډه جوړه کړې وه چې په ترڅ کې به یې د افغانستان د وړو او منځنیو سوداګریو د پراختیا له پاره لارې چارې ولټول سوې.

د منځنۍ اسیا د پوهنتون مشر، ډاکټر بودان کراوچینکو په یاده علمي غونډه کې په داګه کړه چې د افغانستان ناخوالې د اقتصادي پراختیا په مټ له منځه تللی شي. هغه وويل: « اقتصادې پرمختګ د امنيتي ستونزو د هوارۍ له پاره یوه کیلي ده. کله چې تاسو د ځوانانو پاملرنه د اقتصاد خواته راواړوئ نو هغوی ته به دندې پیدا شي. د دې لاري خوراکي ستونزې هواریږي او ځوانان له هغو نظریو څخه لرې کیږي د کومو په اړه چې دوی خبرې کوي. زه فکر کوم چې د امنیت په برخه کې یوه لویه ستونزه هم د پیاوړي اقتصاد نه شتون دی. ځکه که اقتصادي اسانتیاوې خلکو ته برابرې شي هغوي به ګټه ترې واخلي په ځای ددې چې نورو کارونو ته مخه کړي.»

کراوچینکو همدا راز د منځنۍ اسیا او نورو هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته دې د امنیتي پلوه نه بلکي د اقتصادي پلوه وګوري او خپلو مرستو او همکاریو ته دې دوام ورکړي.

« اقتصاد ته حکومتي پاملرنه»

په ورته وخت کې د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت د سیمه ایزو همکاریو مشره، رویا رحماني وويل چي د افغانستان په ځینو برخو کې د ۲۰۱۴ کال تر وروستیو پورې یو شمیر بدلونونه رامنځته کیدونکي دي چې له همدې کبله زیاته پاملرنه اقتصادي برخې ته کوي. هغې زياته کړه: « وروسته له دې چې سیاسي، نظامي او اقتصادي انتقال صورت ونيسی نو اړتیا ده چې خپل اقتصاد چې اوس مهال تر ډیره په مرستو ولاړ دی خپلواک کړو. دا خبرې اترې د دې له پاره دي چې د دې انتقال له پاره لارې چارې وپیژندل شي او وروسته پرې پانګونه وشي. پانګونه به د افغان او بهرنیو سوداګرو له خوا وي.»

په کابل کي د جامو يو دکان
په کابل کي د جامو يو دکانانځور: DW

رویا رحماني وويل دا سمپوزیم له دې کبله جوړ کړل شوی چې له یوې خوا د افغانستان د منځنیو او وړو سوداګریو له پاره د پراختیا لارې چارې پیدا شي او له بل پلوه د سیمې په کچه سوداګریو ته اسانتیاوې رامنځته شي.

رحماني همدا شان وایې چې د امنیت او بنسټیزو رغونو نه شتون ددې لامل شوی چې بهرنیان په افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي خو له خپلو سوداګرو او دولت څخه غوښتنه کوي چې له موقع نه باید ګټه پورته کړي تر څو افغانستان د یوه خپلواک اقتصاد څښتن شي. هغې دا هم وویل چې افغانستان به د منځنی اسیا د هیوادونو د وصلیدو په برخه کې د دهلیز رول ولوبوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د کوچینو او منځنیو سوداګریو مشر، احمد ضیا سیدخیلي وويل چې د افغانستان له اتیا سلنه څخه زیاتې سوداګرۍ له منځنیو او وړو سوداګریو څخه تشکیلیږي چې باید زیات پام ورته وشي. نوموړي زياته کړه: « دا یو ډیر ښه ګام دی، په دې خاطر چې افغانستان په دې وروستیو کې د وړو او منځنیو سوداګریو په برخه کې ډیر ښه پرمختګ کړی، چې ویلی شو تر ۸۰ سلنه ډیرې یا ۹۰سلنه سوداګرۍ په افغانستان کې وړې او منځنۍ سوداګرۍ دي.»

سید خیلي وويل چي هيله لري چي په راتلونکو دریو کلونو کې لږ تر لږه د منځنیو او کوچنیو سوداګریو پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه یوسي. د نوموړي په باور چې افغانستان له یو شمیر نورو هیوادونو سره د وړو او منځنیو سوداګریو په برخه کې د اتو سکټورونو رقابت لري چې مهم یې کشمیره، قالینې، قیمتي ډبرې، کرهڼیز توکي، لرګي او چرم دي.

د یادې غونډې په لړ کې د کاناډا د سفیر مرستیال، جیمز هیل هم د خپل هیواد له لورې د مرستو او امکاناتو په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د کاناډا هیواد هڅه کوي تر څو د افغانستان اقتصاد پیاوړی او امنيتي ستونزې راکمې کړي.

د منځنیو او وړو سوداګریو مشر، احمد ضیا سید خیلي وويل، افغانستان د ټولې نړۍ په کچه د کشمیرې د خامو موادو دریم لوی صادروونکي هیواد بلل شوی دی.