1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان انتخابات برخه لیک ټاکونکې دي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۳, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي دي چې د ۲۰۱۴ کال په جولای میاشت کې د افغانستان ولسمشریز انتخابات ډیر مهم دي. له بلې خوا مرستندویه هیوادونو هم په کابل کې ژر تر ژره د ټاکنو د قانون د تصویبیدو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/191xD
UN-Sondergesandter zur Lage in Darfur Jan Eliasson of Sweden, Special Envoy of the Secretary-General for Darfur, speaks during a press briefing about the Consultation on Darfur at the United Nations building in Geneva, Switzerland, 05 June 2008. EPA/MARTIAL TREZZINI +++(c) dpa - Report+++
Jan Eliasson ARCHIVBILDانځور: picture-alliance/dpa

د ملګرو ملتونو عمومي مرستیال جان الیسون، د چهار شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان راروانې ولسمشریزې ټاکنې د دغه هیواد د خلکو او نړیوالې ټولنې له پاره ‌ډیرې مهمې دي. هغه زیاته کړه: «دا خبره د افغانستان د خلکو، ملګرو ملتونو او په دې هیواد کې د ټولو ښکیلو هیوادونو له پاره ډیره مهمه ده چې افغانستان یو ځل بیا د جګړې منګلو ته و نه لویږي، په کې بې وزلي حاکمه نه شي او بشري حقونه تر پښو لاندې نه شي.»

پلان شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ټول نړیوال جنګي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. په همدې کال کې به په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې هم تر سره شي. یو شمیر کارپوهان وايي چې ښايي افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونه و نه شي کولای چې په افغانستان کې د شفافه او عادلانه ټاکنو له پاره لاره اواره کړي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت بیا ادعا کوي چې د دغو ټاکنو له پاره چمتوالی لري. پر دې سربیره نړیوالې ټولنې هم د ټاکنو په برخه کې له افغان حکومت څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

الیسون افغانستان ته تر یوه پنځه ورځني سفر وروسته، په دې هیواد کې په خپل وخت د ټاکنو پر ترسره کیدو باندې ټینګار وکړ. هغه په نیویارک کې وویل چې د افغانستان ټاکنې د دموکراسي په لور د دغه هیواد په خوځښت کې یو ټاکوونکی فکتور دی.

الیسون د ټاکنو پر مهال له افغان حکومت څخه د نړیوال ټولنې پر ملاتړ باندې ټینګار وکړ. هغه وویل: «موږ به د اړتیا په صورت کې هر وخت له دې بهیر څخه ملاتړ وکړو. خو موږ به دغه کار د افغان حکومت واکمنۍ او د افغانستان خپلواکۍ ته په احترام کولو سره ترسره کړو.»

مرستندویه هیوادونو د ټاکنو د قانون د تصویبدو غوښتنه وکړه

په کابل کي له۶۰ څخه د ډیرو هيوادونو او مرستندويه سازمانونو استازو د چهار شنبې په ورځ په یوې غونډه کې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د ټاکنو نوی قانون تصویب کړي. دغه قانون له څو میاشتو راهیسې په پارلمان کې پروت دی. د چهار شنبې ورځې په غونډه کې همداراز د امریکا متحده ایالاتو په یوه بیانیه کې په افغانستان کې د ټاکنو او سوله ییز سیاسي لیږد پر بهیر باندې ټینګار شوی وو. په دې بیانیه کې راغلي وو: «موږ له افغان حکومت او پارلمان څخه غواړو چې په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي او د ټاکنو قانون تصویب کړي چې له مخې یې د ټاکنو د کمیسیون او د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون غړي انتخابیږي.»

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي جان کوبیز، پر دې خبرې باندې ټینګار کړی دی چې د ټاکنو د قانون په تصویبیدو کې نور ځنډ د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې له ستونزو سره مخامخولای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب