1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان انځور د برلیناله په فیستیوال کې

ډې پي ای، مورگن پوست/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

په پام کې ده چې د برلیناله په ۶۴م فلمي فیستیوال کې د پنځوسو هیوادونو ۴۸۷ فلمونه نندارې ته وړاندې شي. جګړه ځپلی افغانستان هم د دغو فلمونو یوه برخه ده. د دغه فیستیوال په ترڅ کې شاوخوا ۸۰۰ فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي.

https://p.dw.com/p/1B6cr
انځور: Independent Artists Filmproduktion

د فلمونو په دغه نړیوال فیستیوال کې چې د آلمان په پلازمینه برلین کې تر سره کیږي، سږ کال د هالیود او بالیود د فلمونو تر څنگ آلماني فلمونه هم نندارې ته وړاندې شوي دي. په دغه ترڅ کې دوه آلماني فلمونه د افغانستان د خلکو ژوند او چلنجونو په اړه راڅرخي چې یو یې «پیزا کابل» (Pizza Kabul) او بل یې هم «د نړیو تر منځ» نومیږي.

د «پیزا کابل» په نوم فلم کې په نني افغانستان کې د بېلابېلو وختونو په ترڅ کې د تاوتریخوالي کچه ښوول شوې ده. دغه فلم توماس فرانک، لیکلی دی. هغه تر دې دمخه د آلماني فلمونو جایزې هم تر لاسه کړي دي.

د برلیناله، د فیستیوال د سږني کال د فلمونو له ډلې څخه یو هم «نړیو تر منځ» نومې فلم دی. دغه فلم په دې خاورینه ځمکه کې د هغو انسانانو نارې او سورې منعکسوي او له هغو سرتیرو سره د دوی اړیکه ښکاره کوي چې د هغوی له ملاتړ له پاره خپل خطر په ژوند کې اچوي.

«د نړیو ترمنځ» نومې فلم د یو ځوان افغان ترجمان د خاطرو یوه کیسه ده، چې له آلماني ځواکونو سره یې همکاري کړې ده. په دغه فلم کې د نوموړي ترجمان کورنۍ او ځوانه خور چې کومه ویره له آلمانانو سره د خپل ورور د کار کولو له امله لري، هر لیدونکي یې احساسولای شي.

«د نړیو تر منځ» د فلم دایریکترې فیو الداگ، د ډیری ستونزو په منلو سره دغه فلم د افغانستان په داخل کې جوړ کړی دی. د هغې د خپلې وینا له مخې په افغانستان کې د فلم جوړولو د ناامنه شرایطو سره سره یې، له چاپیریال څخه ویره نه درلوده، خو د افغانستان د راتلونکي څخه په ډیره انديښنه کې ده.

«د نړیو تر منځ» نومې د فلم یوه صحنه
«د نړیو تر منځ» نومې د فلم یوه صحنهانځور: Bjoern Kommerell © Independent Artists Filmproduktion

فیو الداگ، د یوې آلمانۍ ورځپاڼې «مورگن پوست» سره په یوه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان په هکله زیاتره فلمونه په مراکش هیواد کې جوړوي، ولې یې دا فلم په افغانستان کې جوړ کړی دی وویل: «زما له پاره د دغه فلم په جوړولو کې اصالت مهم وو، ځکه چې لیدونکي کیدای شی په مراکش کې جوړیدونکي فلمونه وپیژني او توپیر وکړي چې صحنې اصلي نه دي، خو که چیرې سړی وغواړي د یوه هیواد خلک په اصلي بڼه ښکاره کړي، غوره ده چې فلم د پیښو په خپل ځای کې ډک شي. پر دې سربیره مې غوښتل چې وښیم له افغانانو سره مې یو ځای فلم جوړ کړی دی، چې له هغوی څخه یوازې زمونږ تصور د رسنیو تر رپوټونو پورې محدود دی. کله چې هغوی له نزدې څخه وینم او له نزدې ورسره کار کوم، یوازې د همدغه گډ تماس له مخې د انسان په وجود کې بیخي بل ډول خلاقیت رامنځ ته کیږي.»

«د نړیو تر منځ» نومې فلم له هغو فلمونو څخه بل ډول دی چې په دغه هیواد کې د آلمان د پوځي ماموریت په اړه جوړ شوي دي. په دغه فلم کې د سکې بل مخ ښوول کیږي، هغه شمیر افغانان چې له بهرنیانو سره همکاري کوي او د یو شمیر خلکو له نظره په اصطلاح د «خاین» په توگه یادول کیږي. په دغه فلم کې د آلماني سرتیرو دردونه او روحي صدمې نه، بلکې د یوه ځوان ترجمان او د هغه د کورنۍ د اندیښنو ډک انځور وړاندې شوی دی.

دغه فلم چې نه یوازې ډیر واقعبینانه جوړ شوی دی، بلکې لیدونکي ته آن دا احساس ورکوي، چې ښایي کوم مستند فلم وي. دغه فلم په داسې یوه وخت کې نندارې ته وړاندې کیږي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو راوتل او په دغه هیواد کې د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدلو موضوعات د افغاني او نړیوالو رسنیو د سر ټکي جوړوي.

په پام کې ده چې د برلیناله په نړیوال فیستیوال کې د دغه فلم د وړاندې کیدو وروسته، د روان کال د مارچ میاشتې په پای کې به په سینماگانو کې هم نندارې ته وړاندې شي. د برلیناله فیستیوال، د فبروري دمیاشتې پر شپږمه نیټه پیل شوي او د فبروري پر ۱۶مه نیټه پای ته رسیږي.