1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او استرالیا لوبه پیل شوه

۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعه

د افغانستان او استرالیا تر منځ «نړیواله یو ورځینۍ» لوبه د افغانستان په سیمه ییز وخت شپږ نیمې بجې پیل شوه. دغه لوبه ښايې د څو ساعتونو له پاره دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/15vu9
انځور: DW

د افغانستان د کرکیټ د تاریخ په اړه دلته د انځوریز رپوټ ووینئ.
د استرالیا پر وړاندې لوبه کې د شاملو افغان لوبغاړو په اړه دلته د انځورونو البوم ووینئ.

د لوبې پچه استرالیا وگټله او د ټوپ وهلو یا بیتینگ پریکړه ئې وکړه. یو ورځینۍ لوبې د څو ساعتونو له پار دوام کوي.

دا د افغانستان د کرکیټ په تاریخ کې دویم ځل دﺉ چې دغه لوبډله په یوه «نړیواله یوه ورځینۍ لوبه» کې د کرکيټ د نړیوالې شورا د یوه پوره غړیتوب لرونکي هیواد پر وړاندې لوبیږي.

تر دې مخکې افغانستان د پاکستان پر وړاندې خپله لومړنۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کړې وه. که څه هم افغانستان د پاکستان پر وړاندې ماتې وخوړه خو افغان لوبغاړو له خپلې لوبې سره دا خبره ثابته کړه چې کولای شي له پیاوړو لوبډلو سره هم ښه لوبه وکړي.

افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې د کرکیټ د نړیوالې شورا غړیتوب تر لاسه کړ. او بیا ئې نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته د لار موندنې په سیالیو کې د پنځم مقام په گټلو سره د نړیوالو یو ورځینیو لوبو د تر سره کولو اجازه تر لاسه کړه.

افغانستان خو هغه وخت ټول حیران کړل چې په ۲۰۱۰ کال کې ئې نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته لار وموندله. افغان لوبډلې یو ځل بیا په ۲۰۱۲ کال کې دغو سیالیو ته لار وموندله.

د افغانستان د لوبډلې کپتان نوروز منگل وايي چې د استرالیا پر وړاندې لوبیدل د افغانستان له پاره یوه لویه خبره ده. هغه زیاتوي: «دا زموږ له پاره یو ډیر لوی چانس دئ او موږ به ورڅخه اعظمي گټه واخلو.»

منگل وایي: «موږ د سکاتلند او ایرلند پر وړاندې ښه ولوبیدو او دا چې موږ د استرالیا پر وړاندې د لوبیدو چانس لرو، زموږ له پاره یوه لویه خبره ده.»

افغانستان تر دې مخکې هم د پاکستان پر وړاندې یوه «نړیواله یوه ورځنۍ» لوبه کړې ده. دا د دغې لوبډلې دویمه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه ده. د افغان لوبډلې کپتان منگل وایي:

«موږ له استرالیا او د کرکیټ له نړیوالې شورا څخه مننه کوو چې د دې لوبې لا پاره ئې لاره هواره کړه. استرالیايي لوبډله رښتینې اتله ده او موږ هیله لرو چې پر وړاندې ئې ښه لوبه وکړو.»

منگل وایي چې که د افغانستان لوبډلې ته نور چانسونه ورکړل شي نو کولای شي چې په راتلونکې کې ډیره ښه لوبه وکړي: «که موږ د پیاوړو لوبډلو پر وړاندې د لوبو چانسونه تر لاسه کړو نو زموږ د لوبې کچه به لوړه شي.»

د افغانستان او استرالیا تر منځ په نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کې د افغانستان تکړه توپ اچوونکی حمید حسن، نه لوبیږي. هغه اوس هم د خپلې پښې د ټپ له امله تر درملنې لاندې دئ او نړیوالو شل اوریزو لوبو ته چمتوالی نیسي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض