1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک مشارکت خبره چيرته ورسيده

۱۳۹۰ خرداد ۱۴, شنبه

په واشنګتن کي امريکايي او افغان چارواکي وايي چي په دي هکله خبري رواني دي، خو لا تراوسه ډيراختلافي ټکي پاتي دي چي پري بحث بايد وشي. ګاوندي هيوادونه په افغانستان کي د امريکا د دايمي اډو مخالف دي

https://p.dw.com/p/11UOP
د افغانستان او امریکا ولسمشران
د افغانستان او امریکا ولسمشرانانځور: AP

په واشنګتن کي امريکايي او افغان چارواکي وايي چي په دي هکله خبري رواني دي، خو لا تراوسه ډيراختلافي ټکي پاتي دي چي پري بحث بايد وشي. ګاوندي هيوادونه په افغانستان کي د امريکا د دايمي اډو مخالف دي

امريکايي او افغان چارواکي په افغانستان کي د متحده ايالاتو د راتلونکي اوږد مهال نقش په هکله خپلمنځي خبرو اترو ته دوام ورکړي دي، احتمالا په دي مقصد چي غواړي د ځينو افغانانو هغو انديښنو ته ځواب ووايي چي د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره ښايي واشنګتن له افغانستان څخه يو ځل بيا مخ واړوي.

افغان چارواکو وويل چي تيره اوني د ولسمشر حامد کرزي حکومت د متحده ايالاتو د«ستراتيژيک مشارکت» يوي مسودي شوي موافقي ته خپل يو پيشنهاد ليک وړاندي کړي.

په پام کي دي چي په راتلونکو مياشتو کي دغه موافقه په افغانستان کي د متحده ايالاتو د راتلونکي نقش حد او حدود روښانه کړي. د «ستراتيژيک مشارکت» خبره وروسته له هغي توده شوه چي د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما تير کال اعلان وکړ چي د 2011 کال په جولاي کي به له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو وتل پيل شي. څه د پاسه سل زره امريکايي سرتيري له طالب ياغيانو او نورو وسلوالو سره په سخته جګړه کي ښکيل پاتي دي. د رپوټونو له مخي ښايي په لومړي سر کي د امريکايي سرتيرو د ايستلو کچه تر هغه څه زياته وي چي له دي مخکي يي انتظار کيده.

که چيري د افغان او امريکايي چارواکو تر منځ د «ستراتيژيک مشارکت» دغه پلان د عمل جامه واغوندي ښايي د هغو افغانانو انديښنو ته چي ويريږي امريکا متحده ايالات له خپلو وتلو سره يو ضعيف او کمزوري حکومت د ياغيانو په وړاندي يواځي پريږدي او هم د هغو کسانو نيوکو ته چي بهرني ځواکونه اشغالګر ګڼي، ځواب ووايي، معني دا چي لومړي ډله به د متحده ايالاتو د يو اوږد مهال ملاتړ څخه ډاډه شي او دوهمه ډله به دي نتيجي ته ورسيږي چی ګواکي «اشغالګر» هيڅکله له دي هيواد څخه نه وځي.

خو د دغو خبرو اترو مرکچيان د کابل او واشنګتن تر منځ ستونزمنو اړيکو ته هم اشاره کوي، کومي چي د ولسمشر حامد کرزي له وروستيو يادونو سره نوري هم خړي پړي شوي. د هغه په حکومت باندي د هغه د لويديځ ملاتړ کونکو ناباوري وار په وار زياتيږي او دغه حکومت ته د يو فاسد او په اختلاس لړي اداري په سترګه کتل کيږي.

رونالد نايمن چي له 2005 تر 2007 کال پوري په افغانستان کي د متحده ايالاتو سفير ؤ، وايي: « د متحده ايالاتو د اوږدمهال هدفونو په هکله د جاري نه وضاحت له امله افغانان انتظار لري چي دغه موافقه ښايي په دغو هدفونو باندي تر کومه ځايه چي امکان لري پوره رڼا واچوي». نوموړي يادونه وکړه: « تر ټولو تباه کونکي خبره به دا وي چي د اوږد مهال اړيکو په هکله هيڅ ډول ژمنه ونه شي.»

په واشنګتن کي د افغانستان سفير، اکليل حکيمي، چي په تيرو مياشتو کي دغي دندي ته وګمارل شو وويل چي دغي موافقي کي به د سوداګري، فرهنګي تبادلو او امنيتي مسايلو ته اشاره وشي.

دا هم لا تراوسه پوري روښانه نه ده چي په دغي موافقي کي به له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د تدريجي وتلو او افغان ځواکونو ته په 2014 کال کي په بشپړه توګه د امنيتي مسووليت د سپارلو څخه وروسته ایا د متحده ايالاتو د احتمالي دايمي پوځي اډو مسألی ته په ښکاره توګه اشاره وشي که نه.

افغان ولسمشر کرزي ويلي دي چي د اوږد مهال امريکايي اډو شتون مسألي ته به هغه وخت پام واړول شي چي سوله ټينګه شي او له داسي يو پلان څخه د افغانستان د سياستوالو يو ستر اکثريت ملاتړ وکړي.

حکيمي وويل: « دواړو خواوو خپل دريځونه سره شريک کړي دي چي دوي له يو بل څخه څه غواړي و د خبرو اترو له لاري دوي بايد سره وغږيږي چي تر کومي کچي يو بل سره روغي جوړي ته رسيږي.»

هغه وويل: «مونږ غواړو چي د يو بل ښه ستراتژيک شريکان اوسو ترڅو د سيمي په ثبات کي ښه نقش ولرو، نه يواځي په امنيتی برخه کي، بلکه په اقتصادي ودي او خلکو ته د هوسا ژوند په چمتو کولو کي هم .»

لويه جرګه

د حکيمي د داسي خوشبينو سره سره، لا تراوسه په دي اړه د واشنګتن او کابل تر منځ جدي اختلافي ټکي موجود دي. په دغو ټکو کي افغان ځواکونو سره د متحده ايالاتو راتلونکي مرستي اود ولايتي بيارغاوني تيمونو موضوعګاني چي د کرزي د نيوکو هدف ګرځيدلي دی، شاملي دي.

د افغانستان لویه جرگه
د افغانستان لویه جرگهانځور: AP

تيره اوني د ولسي وګړو مرګ ژوبلو په تعقيب کرزي د ناتو تر مشري لاندي ځواکونو ته خبرداري کونکي ګواښ وکړ چي د داسي پیيښو يو ځل بيا تکرار د زغم وړ نه دي.

کارپوهان په دي نظر دي چي له افغانستان سره د ستراتيژيک مشارکت معاملي لپاره به هسي سياسي ملاتړ تر لاسه کول آسانه نه وي لکه چي په عراق کي وشو. کرزي ښايي يوه لويه جرګه راوبلي ترڅو د متحده ايالاتو د اوږمهال پوځي حضور باندي غور وکړي، خو لا تر اوسه معلومه نه ده چي داسي يوه جرګه به له داسي يو پلان سره د تأييد سر وښوروي که نه.

له بلي خوا د يو امريکايي امنیتی څيړنیز مرکز څخه کار پوهه ، کارولاين وادهامز په نظر ښايي د افغانستان نخبه پرګنه د يو داسي معاملي څخه ملاتړ وکړي، خو د افغانستان ګاونډيان، لکه چين، روسيه، ايران او پاکستان ښايي له دي سر د مخالفت غږ پورته کړي.

په داسي حال کي چي د دغي موافقي ځيني ټکي ښايي د عراق موافقي ته ورته وي چي په 2008 کال کي بشپړه شوه، خو په ځينو برخو کي له هغي ښايي توپير ولري.

د عراق په موافقه کی روښانه شوي ده چي امريکايي پوځ نه شي کولي چي د عراق له خاروي څخه په يو بل هيواد باندي حمله وکړي. د افغانستان په برخه کي داسي يو شرط ښايي د اوباما د اداري لپاره د نه منلو وړ نه وی.

په پاکستان کي د القاعدي د مشر اسامه بن لادن د وژلو په پام کي نيولو سره نوموړي امريکايي کارپوهي وويل « په سيمه کي د ځينو زور پالونکو ډلو د شته والي له امله ښايي امريکايي چارواکي د عملياتي ساحي حق غوښتونکي وي تر څو د هغو پر ضد عمل وکړي.» . هغي وويل: « هغوي يعني امريکايي چارواکي په سيمه کي داسي بل مناسب ځاي نه ويني»، نو په دي وجه د متحده ايالاتو حکومت له افغانستان سره په داسي يو مشارکت کي پر دغه حق باندي ښايي ډير تينګار وکړي.

رویترز/ عبدالباري حکیم

کتونکی: احمد ولی اڅکزی