1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او ایرلند لومړۍ لوبه و نه شوه

۱۳۹۱ تیر ۱۵, پنجشنبه

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلې او ایرلند تر منځ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د خرابې هوا او باران له امله تر سره نه شوه. خو دواړو لوبډلو ته له دې لوبې څخه یو یو امتیاز ورکړل شو.

https://p.dw.com/p/15RV2
انځور: AP

په ایرلند کې ډیر وخت د جون او جولای په میاشتو کې بارانونه اوري او په دغه هیواد کې د کرکیټ لوبې ترسره کول ستونزمن وي. ټاکل شوې وه چې د افغانستان او ایرلند د ملي لوبډلو تر منځ د جولای میاشتې په دریمه او پنځمه نیټه، په ایرلینډ کې دوې نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې وشي.

د جولای په دریمه نیټه، د افغانستان او ایرلند تر منځ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د سخت باران له امله وځنډیده‎. که څه هم په دې ورځ په ایرلند کې اسمان شین او صاف وو خو د سه شنبې د ورځې باران بیا د لوبې میدان لوند کړی وو.

په ایرلند کې د افغانستان او ایرلند تر منځ د لوبې امپایرانو تر ډیر ځنډ او د بالرانو له تمرین څخه وروسته د لوبې نه کولو پریکړه وکړه او دواړو لوبدلو ته ئې له دې لوبې یو یو امتیاز ورکړ.

د ایرلند او افغانستان تر منځ د کرکیت یوه ورځنۍ لوبه د دوهمه درجه هیوادونو د لوبو په ترڅ کې کیږي. په دې ترڅ کې به افغانستان، کانادا، متحده عربی امارات، نیدرلند ، ایرلند، سکاتلند، نامیبیا او کینیا له یو بل سره نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې وکړي.

دغه هیوادونه د ۲۰۱۵ کال نړیوالې پنځوس اوریزې سیالي ته د لار موندنې په موخه له یو بل سره لوبیږي. د دې هیوادونو له ډلې څخه به دوه گټونکي هیوادونه دغې سیالۍ ته لار ومومي.

ایرلند د دغو لوبو په جدول کې د ۱۱ امتیازونو په لرلو سره په لومړي مقام او افغانستان د اوو امتیازونو په لرلو سره په دویم مقام کې ځای لري. افغانستان د دغو نړیوالو یو ورځنیو لوبو په ترڅ کې تر اوسه تر نیمې زیاتې لوبې ګټلې دي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان خپله دوهمه نړیواله لوبه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په سیمه ییز وخت ۰۲:۱۵ دقیقې له ایرلند سره وکړي.

افغانستان د دغو لوبو په لړ کې تر اوسه له کانادا، متحده عربي امارتو، او نیدرلند سره لوبې کړې دي چې تر نیمی زیاتې ئې ګټلي دي. که افغانستان په ننۍ لوبه کې ایرلیند ته ماتې ورکړې نو د دغو لوبو په جدول کې به لومړۍ مقام خپل کړي او د ۲۰۱۵ کال نړیوالې پنځوس اوریزې سیالي ته د تللو چانس به ئې زیات شي.

نصرت الله وفا
کتونکی: مسعود جهش