1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان تر منځ خبري د تړلو دروازو تر شا پای ته ورسېدې

۱۳۸۹ مهر ۱۸, یکشنبه

د جرګې گډون وال د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني وويل چي ددې جرګي يوه پريكړه داوه ترڅو پوري چي د خبرو وروستۍ پايلى نه وي څرګندي سوي ترهغه پوري بايد د خبرو جزيات په ډاګه نه سي.

https://p.dw.com/p/PaaT
انځور: picture-alliance/dpa

ياسيني وويل چي په ټوليزه توګه د پاك افغان د جرګې اجندا په افغانستان او پاكستان كي د سولي د ټينګښت د ترهه ګرۍ سره ګډه مبارزه او د كابل اسلام اباد تر منځ د اړيكو د لاټينګولو اصل وو چي زيات ټينګار باندي وسو.

په همدې توګه د افغانستان او پاكستان د ګډي جرګې يوبل برخه وال پاكستاني ژورنالست سليم صافي وويل د جرګې خبري پټي نه وې خو دا چي تردې دمه لا وروستۍ پايلي نه دي راوتلي ځكه نه غواړو مطبوعاتوته نيمګړي معلومات وركړو.

ده وويل چي دا وخت په افغانستان كي د هند او پاكستان، ايران اوامريكا د سيالۍ په اړه او همدا رنګه دسيمه ايزو هيوادونو تر منځ سړه جګړه په كابل كي روانه ده. خو په دې اور کي د افغانستان او پاكستان خلك سوڅي او د حالاتو څخه ناوړه سياسي ګټه اخستل كيږي.

خو په دې منځ كي چي کابل د سولى د ټينګښت او طالبانو سره د روغي جوړي دپاره د سولى د عالي شورا په نوم نسخه رامنځ ته كړې او د جرګې د غړو پر تركيب نيوكي كيږي، سولي ته رسيدل نورهم ګران كړي دي.

ولسمشرحامدكرزی وايي چى د سولي عالي شورا كولای سي په نهايت كي افغان وګړوته سوله راوړي.

خو ځيني افغانان بيا د کرزي پر دې کار باندي نيوکي کوي چي د سولي په عالي شورا کي يې جنګسالارانو او مليشه يي قوماندانانو ته ځای ورکړی دی.

د افغان کارپوهانو په خبره دداسي شورا سره چي په مشرتابه کي يې داسي کسان شامل دي چي تر ډيره ځايه د سولي د خبرو سره مخالف دي ډيره ګرانه وي چي ددې شورا کار دي پر مخ ولاړ سي. او يا دي څوک د هغوی سره خبرو ته حاضر سي.

كرزي چى تل طالبانوته د روغي جوړي خواستونه كوي يوار بيا يې مخالفانو ته په خطاب ويلي چي د سولي د كاروان سره يوځای سي او د نوي شوراجوړيدوته لبيك ووايي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يوسيمه ايزخصوصي تلويزيون سره په تيلفوني خبروكي ويلي دي چي، طالبان د كابل سره خبرو كولوته تيارنه دي او تر څو چي بهرني پوځونه د افغانستان څخه وتلي نه وي ترهغه پوري خبري ناشوني دي.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل